ګرشک: کندهار-هرات لار پرانیستل شوې

Image caption د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د برید موخه د کابل- کندهار لویې لارې بندول دي.

د هلمند ولایت په ګرشک کې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، د جمعې پر سهار له هغو څلورو وسله والو ځانمرګي بریدګرو چې د دغې ولسوالۍ بازار کې د صرافۍ مارکېټ ته ننوتل او له هغه ځايه یې له افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړه، درې کسان وژل شوي دي. د جمعې ورځې په پای کې یادې سرچینې وویل، یو بریدګر لا هم له امنیتي ځواکونو سره مقاومت کوي.

په همدې موده کې یو بل بریدګر د چارواکو په وینا له چاودېدونکو توکو ډک موټر پر افغان امنیتي ځواکونو وروستلی چې په ودانۍ کې له بریدګرو سره مرسته وکړي.

د امنیتي سرچینو په وینا، موټربم بریدګر په ډزو وژل شوی خو موټر نه دی منفجر شوی.

افغان امنیتي چارواکي وايي، د دوی څلور کسان وژل شوي او اووه ټپیان دي.

د صرافۍ دا څو پوړیزه ودانۍ پر هرات - کندهار لویه لار پرته ده او د برید له امله دغه لار تړلې وه. خو لږ وړاندې امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې اوس لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images

د ګرشک امنیه قومندان اسماعیل خپلواک وايي، وسله والو په پرچاوو سیمه کې (چې د افغان ځواکونو امنیتي کمربند دی) هم پر افغان ځواکونو برید کړی دی.

په ورته مهال په سیمه کې د ۲۱۵ قول اردو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د چټک غبرګون ځواکونه یې سیمې ته استولي، خو د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره د وسله والو د له منځه وړلو لپاره له احتیاط کار اخلي.

د لارې تړلو هڅه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګرشګ د هرات- کندهار پر لویه لار پرته ولسوالي ده.

د طالبانو یوې سرچینې هم بي بي سي ته ویلي، چې څلور ځانمرګي د افغان ځواکونو فرقې سره نژدې د صرافۍ څلور پوړیزه ودانۍ ته ختلي دي او موخه یې د کابل- کندهار لویې لارې بندول دي.

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې هم د کابل کندهار لویې لارې له موټروانانو غوښتي ول، چې پر دغه لار تګ راتګ ونه کړي.

دا لار د یوې ورځې لپاره تړلې وه، خو د چهارشنبې په ورځ بېرته پرانیستل شوه.

د افغانستان شمال کې د بلخ ولایت ځايي چارواکو هم تېره ورځ وویل، چې وسلوالو د دغه ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې یو لوی پول په ماین الوزولی دی.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد بي بي سي ته وویل مخالفین غواړي د دغه پله له ورانېدو سره په چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

ښاغلی فرهاد وایي، پر دغه پله څه باندې اتلس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی و چې اوس یې ولایتي ادارې بیا جوړیدو ته هوډ کړی دی.

زابل او کندهار کې بریدونه

ر د انځور حقوق Getty Images

په سویل کي افغان چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د زابل شملزو ولسوالۍ پر سرحدي پوستو بریدونه کړي، چي پر مهال یې څلور افغان سرتیري وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

سیمه کي یوه امنیتي سرچینه وایي، وسلوالو دوه امنیتي پوستې هم نیولې دي.

کندهار د پولیسو د زون ویاند ضیا درانی وايي وسلوالو د شملزو جمعه خان سیمه کې د شپې ۱۲ بجې بریدونه پیل کړه او د سهار تر اووه بجو یې دوام درلود.

د ښاغلي دراني په خبره، د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۲۵ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا وسله والو طالبانو په ورته وخت د کندهار د معروف او ارغستان تر منځ وام سیمه کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي .

ضیا درانی وایي، په دغو بریدونو کي څلور افغان سرتیري او ۲۰ وسله وال وژل شوی دي.

د ده په خبره، په وژل شوو کې د غیرت په نوم د وسله والو یو قومندان هم شامل دی.

د پولیسو دغه ویاند وایې په جګړه کي پنځه افغان سرتیري او ۱۲ وسله وال ټپیان شوي دي .

وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

په ګرشک کې پرونی برید

د انځور حقوق .
Image caption هلمند د افغانستان تر ټولو لوی او نارام ولایت دی.

د هلمند په ګرشک کې تېره شپه هم وسله والو طالبانو د ملي امنیت پر یوه پوسته موټر بم برید کړی و.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک ویلي، د دا برید یخچال سیمه کې د هاموي موټر په وسیله له ځايي وخت سره سم، نژدې ۱۰ بجې شوی او ورسره نښته شوې ده.

عمر ځواک وايي، په هغه برید کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او لس ټپیان دي.

ورته مطالب