ولسمشر غني: ځوانان باید د کابینې غونډو ته استازي واستوي

.
Image caption اشرف غني: په نږدې راتلونکې کې به ځوانانو ته زرګونو کاري موکې برابرې کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل هېواد له ځوانانو غوښتي، چې خپل استازي په نوبت سره د کابینې او د لوړ پوړو چارواکو نورو دولتي غونډو ته ولېږي. ولسمشر غني د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وینا کې وویل، نه یوازې د افغانستان راتلونکی، بلکې نن یې هم ورپورې غوټه ده. ولسمشر غني وویل:

''زه له تاسې غواړم د یوه څرګند میکانیزم له لارې د ځوانانو پارلمان، یا د ځوانانو ټولنو له لارې خپل استازي له هرو څو میاشتو وروسته د کابینې یا عالي شوراګانو غونډو ته واستوئ، چې ستاسې استازیتوب وکړي. ''

نوموړي دغه راز وویل د افغانستان کابینه به له هرو څلورو میاشتو وروسته د ځوانانو او ښځو د مسایلو څېړنې لپاره یوه ځانګړې غونډه کوي.

ښاغلي غني وزارتونو او مستقلو دولتي ادارو ته امر وکړ، چې له ځوانانو سره غونډې وکړي او د ځوانانو د مسایلو د حل لپاره د خپلو ادارو رول مشخص کړي.

ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې د هېواد راتلونکې بودیجې طرح کې به داسې څه ته پام وشي، چې د ځوانانو پر ژوند مستقیم او رغنده اغېز ولري.

د افغان ځوانانو هغو استازو چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دغو مراسیمو کې خبرې وکړې، له وزګارتیا، نا امنیو، د مخدره موادو ستونزې ته د پام نه کېدو او ناوړه دود، دستور شکایت کاوه.

ولسمشر غني په ننیو مراسیمو کې یو ځل بیا وویل، چې د حکومت ډېره برخه یې ځوانان تشکیلوي او د دې لپاره سیاسي هلې ځلې کړې.

نوموړي په حکومت کې شته ځوانانو ته په اشارې سره وویل، چې د ځوانانو دغه استازي د دوی د علم، پوهې او ځېرکتیا پر بنسټ پر دندو ګومارل شوي دي.

خو ولسمشر غني ومنله چې ځینې هغه ګومارنې چې له ځوانانو شوې وې، په اداري فساد پای ته ورسېدې او نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې دوی باید 'نجیبه حلقه ' شي چې په کې ځواب ورکول دود شي.

نوموړي وویل 'افغانان فاسد نه دي ' بلکې یوازې یو څو کسان دي، چې غواړي فساد او بربادي هېواد ته راوړي او هېواد بدنام کړي.

د انځور حقوق .
Image caption ولسمشر غني وايي، حکومت لوستو ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کوي

هغه وویل په تېرو درېیو کلونو کې يې په زرګونه ځوانان په بېلابیلو ادارو کې ګومارلي، خو زیاته یې کړه چې لاهم ډېر ځوانان له بې روزکارۍ سره مخامخ دي: " ژر به د تدارکاتو، پوهنې او ملکي خدمتونو ادارو کې زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. "

ولسمشر پخپلو خبرو کې وویل، په تېرو درېیو کلونو کې یې ډېر تمرکز د هېواد پر اقتصادي وضعیت و، خو تر دې وروسته به خپل پام د ځوانانو پر معیاري زدکړو ور ټولوي.

د اټکلونو له مخې د هېواد د وګړو په سلو کې له ۶۰ ډېر له ۳۵ کالو کم عمره ځوانان دي، خو ډېر یې د وزګارتیا، نا امنۍ، کډوالۍ او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ورته مطالب