نیویارک ټایمز: ډونلډ ټرمپ به افغانستان کې بریالی شي؟

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د امریکا لویه ستونزه د دوښمن نه پېژندل دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا دوه پخواني ولسمشران جورج بوش او باراک اوباما دواړه په افغانستان کې ناکامه شوي او هم به کتل کېږي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې هېواد کې د روانې جګړې په اړه څه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په تړاو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تګلاره کې څه نوې خبره نه وه او هماغه زوړ متن یې په لږ ډېر بدلون سره تکرار کړ چې پخوا هم امریکایي ولس څو څو ځله اورېدلی دی.

نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې په افغانستان کې دښمن سم نه تعریفوي.

ولسمشر ټرمپ هم په خپله وینا کې وویل چې امریکا له شاوخوا شلو وسله والو ترهګرو ډلو سره به جګړه بوخته ده.

ورځپاڼه لیکي چې دې خبرې ښایي امریکایي ولس نور هم ګنګس کړی وي. ډېری خلک به اوس دا پوښتنه کوي چې دا شل ډلې کومې دي، چېرته مېشتې دي او د فعالیت سیمې یې کومې دي.

بله ستونزه دا ده چې هر امریکایی ولسمشر واک ته تر رسېدو وروسته ټټر وهي چې ترهګري به په بشپړه توګه له منځه وړي. د ورځپاڼې په وینا، همدا لویه خبره د دې لامل کېږي چې دوی بیا تر وخت د مخه په دې جګړه کې د بري اعلان کوي.

د بېلګې په توګه پخواني ولسمشر جورج بوش د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ اووه ځل اعلان وکړ چې طالبان یې په بشپړه توګه ځپلي دي.

ایکسپرېس ټریبیون

د پاکستان اسکسپرېس ټریبیون په دې هېواد کې د وروستۍ سرشمېرنې پایلې په خپل لومړي مخ خپرې کړې دي.

یاده دې وي چې په پاکستان کې له ۱۹ کالو وروسته دا سر شمېرنه ترسره شوې.

تر ټولو لویه او مهمه خبره پکې دا ده چې د دې هېواد د وګړو شمېر اوس تر ۲۰۰ میلونو هم ور اوښتي، او ټول کره شمېر یې ۲۰۷ ملیونه دی.

ورخپاڼه لیکي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د دې هېواد په نفوس کې ۷۴ ملیونه وګړي ور زیات شوي.

دا په دې مانا ده چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې د پاکستان نفوس ۵۴ سلنه ډېر شوی دی.

که په کلني حساب وکتل شي نو د پاکستان د وګړو په شمېر کې هر کال ۲ اعشاریه ۴ سلنه ډېر والی راځي.

د دې وګړو تر ټولو لویه برخه، یعنی ۵۲ سلنه خلک په پنجاب ایالت کې ژوند کوي.

په سند کې ۲۳، په خیبر پښتونخوا کې ۱۴ سلنه، په بلوچستان کې کابو ۶ سلنه او په قبایلي سیمو کې دوه نیم سلنه وګړي ژوند کوي.

د نفوس ۵۱ سلنه نارینه، څه کم ۴۹ سلنه ښځینه او پاتې نرښځي دي.

کراچۍ د دې هېواد تر ټولو ګڼ میشتی ښار دی، چې کابو ۱۵ ملیونه وګړي پکې ژوند کويٍ.

ورته مطالب