واشنګټن پوسټ: "ټرمپ پاکستان ته سمه خبرې کړې"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کراولي، د ټرمپ پر (د افغانانو خپل کار او خپله خوښه) سیاست نیوکه کړې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د یو پخواني مرستیال وزیر (پي جې کراولي) لیکنه خپره کړې ده.

ښاغلی کراولي په دې لېکنه کې په ټینګار ویلي چې ولسمشر ټرمپ پاکستان ته هم سمه خبره کړې او باید پر اسلام اباد فشار ډېر شي.

نوموړی همدارنګه د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کې له یو ټکي سره مخالفت کوي.

ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې ویلي وو چې امریکا به تر دې وروسته په افغانستان کې دولت جوړونه یا ملت جوړونه نه کوي، بلکې یوازې به ترهګر وژني.

ده دا هم ویلي وو چې نور به افغانانو ته دا نه وایي چې څرنګه ژوند وکړئ. دا د افغانانو خپل کار او خپله خوښه ده.

خو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کراولي په دې باور دی چې دا تګلاره او سیاست سم نه دی.

دی ټینګار کوي چې له هېواد بهر دولت جوړونه یا آن ملت جوړونه د ځواکمونو لویو هېوادونو د بهرنۍ پالیسۍ یوه مهمه برخه ده.

ښاغلي کراولي وایي، امریکا تر هغې له افغانستانه په بریالیتوب نشي راوتلی چې په افغانستان کې دننه اصلاحات نه وي راغلي، دولت نه وي سم شوی او افغان دولت په ټولنه مانا په خپلو پښو نه وي درېدلي.

کراولي زیاتوي چې له وسله والو مخالفینو سره خبرې، د ستونزې د حل یوازینۍ لار ده. خو که طالبانو خبرې نه کوي نو بیا دې تر هغې وځپل شي چې مجبوره شي او خبرو ته غاړه کېږدي.

ایران ډيلي

د ایران ډيلي ورځپاڼه د تهران او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اوبو د شراکت یو مطلب لري.

ورځپاڼه لیکي چې ایراني حکومت له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د اوبو په برخه کې شویو تړونونو ته درناوي وکړي او هغه هوکړې دې هم له پامه نه غورځوي چې ایران یې د اوبو په برخه کې له خپلو ګاونډیانو سره لري خو رسماً د یو سند په توګه نه دي لاسلیک شوي.

ورځپاڼه د ولسمشر روحاني د دفتر د رییس محمود واعظي له قوله لیکي چې د اوبو پر سر د هېوادونو ترمنځ جنجالونه په راتلونکي کې د تاوتریخوالي او جګړې لامل کېدلی شي.

د اوبو لانجه: هلمند کې د ایران پر ضد لاریون شوی

له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

ورځپاڼه د ایراني چارواکو له قوله لیکي چې که یوې خوا ته ترکیې پر مهمو سیندونو د اوبو بندونه جوړ کړي او په ایران کې یې اوبه کمې کړي نو بله خوا افغانستان هم پر هغه تړون عمل نه کوي چې دواړو هېوادونو په ۱۹۷۳ کال کې د هلمند د اوبو په اړه کړی و.

ایران ډيلي ادعا کوي چې د دې سند له مخې افغانستان باید هر کال د هلمند له سینده ایران ته ۸۵۰ ملیونه کیوبک متره اوبه ورکړي.

خو ایران اوس اندېښمن دی چې افغانستان پر دې سیند د کجکي بند جوړوي او دا به په افغانستان کې د اوبو تر ټولو لوی بند وي، او کولی شي د ایران ختیځو برخو کې د اوبو د کمښت ستونزه رامنځته کړي.

سنډې ټیلېګراف

د انګلستان سنډې ټیلېګراف ورځپاڼه وایي، د دې هېواد پولیسو یوه پټه ازموینه ترسره کړې او جوته شوې چې د برتانیا د پارلمان شاوخوا امنیتي تدابیر بیخي کمزوري دي.

ورځپاڼه وایي، که ترهګر وغواړي نو کولی شي چې یوازې په پنځو دقیقو کې د برېتانیا د پارلمان ودانۍ ته ننوځي او سلګونه وکیلان او نور کار کوونکي ووژني.

ویل کېږي چې پولیسو پر پارلمان د برید یوه ډرامه کړې ده. دوی په یوه کښتۍ کې سپاره شوي او د تیمز سیند له لارې، چې د برېتانیا د پارلمان تر څنګ بهیږي، د پارلمان ودانۍ ته ننوتي دي.

ورځپاڼه لیکي چې دې پایلو چارواکي حیران کړي دي او عام ولس خبر هم نه دی چې د پارلمان امنیت هسې یوه ټوکه ده.

ویل کېږي چې حکومت به تر دې وروسته په دې لړ کې ګامونه پورته کوي او ښایي یو ګام دا وي چې د سیند په هغه برخه کې چې د پارلمان د دېوال تر څنګ بهیږي، اوسپنیزه پنجره یا دېوال ولګول شي.

ورته مطالب