د سواد زدکړه؛ د ښځې او مېړه ګډ ټولګی

.
Image caption ۶۰ کلن غلام حسین او مېرمن یې د سواد زدکړې په ټولګي کې

په دغه کورس کې په یوه کال کې د ښوونځیو د درې ټولګیو هومره درس ویل کېږي او فارغان یې کولای شي نېغ په نېغه د ښوونځیو په څلورم ټولګي کې کېني.

په دغه کورس کې زدکوونکو ته هره ورځ دوه ساعته زدکړې ور کول کېږي، ټولټال ۲۰ شاګردان لري چې ۱۰ جوړې (ښځې او مېړونه) کېږي.

کورس ته ۶۰ کلن غلام حسین او ۵۰ مېرمن صاحب جان یې هم راغلي دي.

دا ښځه او مېړه له یوې میاشتې د سواد زدکړې دې کورس ته راځي

اغلې صاحب جان وایي، زده کړې یې له ماشومتوبه یوه هیله وه:

"پلار مې نه و، داسې څوک مې نه درلودل چې ښوونځي ته مې ولیږي، اوس ډېره خوشحاله یم، ځکه چې ډاکټر ته به لاړم په نامه به یې نه پوهېدم او که بازار ته به لاړم حساب به راڅخه ګډ وډ شو."

دغه کورس د کابل په لوېديځ د برچي دښتې په سیمه کې دی. لګښت یې د بهر مېشتو افغانانو له خوا د یوې موسسې له لارې برابرېږي.

د کورنیو د سواد زدکړې د دغه کورس یو چلوونکی محی الدین رحماني وايي، میاشت وړاندې یې له دې کورس څخه ۱۷ جوړې فارغې کړې دي:

"کله چې یو کال دلته زدکړې وکړي موږ هر یو ته تصدیق پاڼه ورکوو. دوئ کولی شي د پوهنې وزرات د سواد زدکړې ادارې ته ور شي چې هغوې یې بیا د دولتي ښوونځيو په څلورم ټولګي کې کېنوي."

Image caption امان او مېرمن یې وايي د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره یې سواد زدکړه پیل کړې

هغسې خو عامه ده چې زدکړې د هوسا ژوند لپاره کیږي خو په دې ټولګي کې ځیني د خپلو هیلو او یو شمېر نور بیا د خپلو ماشومانو ښې راتلونکې لپاره خواري کوي.

۲۷ کلن امان له خپلې شل کلنې میرمنې سره ځکه لیک لوست ته زړه ښه کړی چې د ماشومانو راتلونکې یې روښانه وي:

"هیله لرم له همدې ځایه مې چې پیل کړی تر پوهنتونه ورسیږم او بیا خپله ښوونکی شم، زدکوونکي ولرم بل هدف مې دا دی چې بچیان مې لوستي شي ځکه زه ډیر ځورېږم)

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د دې هیواد شاوخوا شپیته سلنه وګړي نالوستي دي.

Image caption د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي له زدکړه بې برخي دي.

د افغانستان دودیزه ټولنه کې چې د ښځو لپاره په هرې برخې کې ستونزې ډیرې دي یوه یې هم د زدکړو هغه ده. ډیرې کورنۍ اوس هم د نجونو زدکړو ته زړه نه ښه کوي .

د ښځې او مېړه ګډ کورس ښوونکې رقیه چې کلونه کیږي د سواد زدکړې برخه کې یې یوازې ښځو ته درس ورکړی، وایي دا تجربه له نورو هغو ځکه بریالۍ ګڼي چې میرمنې له میړونه سره راځي او په ډاډه زړه درس وایي:

"۱۲ کاله کیږي چې د سواد زدکړې برخه کې ښوونکې یم. همدلته د دشت برچې سیمه کې وي خو کله یوه کوڅه او بله کله بله کوڅه کې."

Image caption روقیه وايي، له دولسو کلونو د ښخو په لیک لوست ور زده کولو بوخته ده

اوس مهال د افغانستان د پوهنې وزرات د ځینو نا دولتي بنسټونو په مرسته په ټول افغانستان کې د سواد زدکړې ۱۵ زره کورسونه لري چې شاوخوا ۴۵۰ زره زدکوونکي پکې په زدکړو بوخت دي.

پرته له همدې ګډ کورس د لوې عمر کسانو د لیک لوست نور ټول کورسونه د ښځو او نارینه وو لپاره جلا دي.

د ښځې او مېړه د ګډ کورس بنسټ ایښودونکي وایي هیله لري دا ټولګي ډېر شي او نارینه دېته وهڅیږي چې د اسانتیاوو او کورني باورونو لپاره له خپلو میرمنو سره یو ځای د زدکړو د بهیر دا ګامونه لا ګړندي کړي.

Image caption د دغه کورس اسانچاري وايي، تجربه یې بریالۍ ده

اړونده مطالب

ورته مطالب