د امام زمان پر جومات برید کې د ماشوم خبر جوړوونکي عکس

برید د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېر هغوی چې له دې بریده ژوندي ووتل او خپل خپلوان یې ووژل شول اوس وايي چې له ناسم رواني حالته زورېږي.

کابل کې د جمعې په ورځ پر یوه جومات خونړي برید له شلو ډېر کسان ووژل او له پنځوسو ډېر یې ټپیان کړل.

ځینې د مرګ او ژوند تر منځ پاتې شول چې یو هم څلور کلن ماشوم و او د پېښې پر مهال یې انځورونه اخیستل شوي وو.

دغه انځورونه په خواله رسنیو کې ډېر خپاره شول او د خلکو پام ور واوښت.

د هغو کسانو په منځ کې چې د جومات پېښه کې بند پاتې ول یو هم څلور کلن ماشوم و چې د وتلو لاره یې ورکه کړې وه.

د دغه ماشوم موندلو لپاره د کابل ښار شمال لور امام زمان جومات ته ولاړم هغه جومات چې تېره جمعه بریدګرو لمونځ کوونکي په نښه کړل.

ساعتونه وګرځېدم تر هغې چې مې دا هلکی وموند.

د پېښې پرمهال ماشوم ته د یوه افغان عکاس پام ور اوښتی و او عکس یې تر دې دمه پر خواله رسنۍ زرګونه ځله ښکته پورته شوی دی.

دا ماشوم چې احمد علي نومېږي له خپل نیکه سره جومات ته تللی و او نیکه یې ووژل شو.

پلار یې سعید بشیر وایي زوې یې په وینو لړلو جامو کې ورته تسلیم شو او رواني حالت یې هم ښه نه و. سعید بشیر وایي د زوې حالت یې له رواني پلوه اندېښمنونکی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د برید پر مهال د رویټرز خبري اژانس عکاس عمر سبحاني هم سیمې ته ورغلی و

دی وايي: "د شپې ډېر نا ارامه وي ژاړي وایي نیکه مې روغتون ته ولاړ، کله راځي چې ویده شي...هیڅ هم نه وي خو ډارېږي. دی وایي لاس مې توشکې لاندې شوی او پښه مې بهر پاتې ده. موږ یې راتلونکي ته اندېښمن یو ځکه اوس یې حالت بیخي ښه نه دی."

د علي احمد لار ورکی حالت د رویټرز خبري اژانس انځور اخیستونکي عمر سبحاني د تصویر په قالب کې ثبت کړ.

نوموړی وایي لومړنی کس و چې د پېښې سیمې ته رسېدلی و. دی د هغې شېبې شاهد و چې علي احمد د جومات منځ کې ولاړ و او پولیسو هڅه کوله چې د باندې راوتلو ته یې وهڅوي.

ښاغلی سبحاني وايي:"امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې یو ماشوم په جومات کې بند دی. امنیتي ځواکونه ټول په دې هڅه شول چې ماشوم وژغوري. ما د درېدلو لپاره خپل ځای وټاکه او په انځورونو اخیستلو مې پیل وکړ…چې ګورم دی د جومات په انګړ کې ښکاره شو. امنیتي ځواکونو غږونه کول خو ده نه اورېدل او په لوبو بوخت و... څو ثانیې وروسته نادرکه شو. "

د تېرې جمعې برید مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ومانه. وروستۍ شمیرې ښیي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۸ کسان ووژل شول او له پنځوسو ډېر ټپیان شول.

ډېر هغوی چې له دې بریده ژوندي ووتل او خپل خپلوان یې ووژل شول اوس وايي چې له ناسم رواني حالته زورېږي.

اړونده مطالب