"م م باید د پاکستان د توغندیزو بریدونو مخنیوي ته پام وکړي"

ر د انځور حقوق ارګ
Image caption ولسمشر غني د ملګرو ملتونو له استازي سره د ډیورنډ کرښې سره پر توغندیزو بردونو خبرې کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ملګرو ملتو غږ وکړ چې پر افغان خاوره د پاکستان د توغندیزو بریدونو مخنیوي ته سخت پام وکړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو استازي سره لیدنه کې غوښتنه کړې:

"افغانستان په دې برخه کې سخت ګامونه پورته کول په پام کې نیولي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو جدي پام غواړي".

* پاکستان ته د بسم الله محمدي خبرداری

* افغانستان پر ډیورنډ کرښه د پاکستان "اغزن تار نه مني"

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو سره تېره ورځ په ارګ کې لیدنه کې ویلي، چې دغو بریدونو د دیورنډ کرښې دواړو غاړو ته خلک له انساني ناورین سره مخ کړي دي.

د نوموړي په خبره، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ډېر خلک بې ځایه شوي او باید چټکې مرستې ور سره وشي.

په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې د دې مسلې د څېړلو لپاره به افغان حکومت او د ملګرو ملتونو ګډې کارډلې کار کوي.

له پاکستان سره د توغندیزو بریدونو یادول

د انځور حقوق ارګ
Image caption له ښي لوري اول د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او ور سره نور پلاوی.

ولسمشر غني د اګسټ پر ۱۵ په ارګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې هم د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې د راکټي بریدونو په اړه د افغان لوري اندیښنې په ډاګه کړې.

له څو کلونو راهیسې د افغانستان د ځینو ختیځو ولایتونو پر سرحدي سیمو د ډیورنډ کرښې له بل لوري توعندیز بریدونه کیږي.

نږدې ۵ میاشتې مخکې هم په ملګرو ملتونو افغان استازي هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له توغندیزو بریدونو شکایت وکړ.

* د ډیورنډ‌کرښې پر لانجې راولپنډۍ کې ګډه پوځي غونډه

* پر ډيورنډ کرښه اغزن تار

د محمود صیقل په خبره، پاکستان درې ځلې پر افغان خاوره تېر کړی.

هغه دا هم ویلي و چې پاکستان تر ۱۴ سوو توغندي افغان خاورې ته توغولي چې له امله یې په لسګونو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او څلور سوه کورنۍ له سیمې بې ځایه شوې دي.

په لومړي ځل شپږ کاله وړاندې مخکني ولسمشر حامد کرزي د دغو راکټي بریدونو موضوع په ایران کې د پاکستان له پخواني ولسمشر اصف علی زرداري سره یاده کړې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان توغندیز بریدونه وخت ناوخت د ځنګل سوځېدلو سبب هم کېږي.

ورته مطالب