"اتمر او ستانکزی نږدې هره ورځ له طالبانو سره د پخلاینې خبرې کوي"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په قطر کې د طالبانو دفتر.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د اسیوشیټیډ پریس هغه راپور خپور کړی چې وايي افغان چارواکي هره ورځ له ځینو طالب مشرانو سره د پخلاینې او جوړ جاړي په اړه خبرې کوي.

په دغه راپور کې د ځینو افغان چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویل شوي چې د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی نږدې هره ورځ د طالبانو له یوه مشر عباس ستانکزي سره ټلیفوني خبرې کوي.

په راپور کې د باخبرو سرچینو په حواله ویل شوي چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم هره میاشت له طالبانو سره خبرې کوي.

خو د ښاغلي ستانکزي او ښاغلي اتمر دفترونو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

د باخبرو چاروکو په حواله په رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو د اساسي قانون منلو ته تیاری ښودلی، خو په اوږد مهال کې یې د ځینې تعدیلاتو غوښتنه کړې ده.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې طالبانو د ټاکنو خبره هم منلې ده چې ترسره دې شي. سرچینو ویلي طالبانو څو غوښتنې کړې؛

لومړی دا چې نجونې دې هم د زدکړو مرکزونو ته ولاړې شي خو له هلکانو دې جلا وي.

دویم دا چې داسې قانوني ضمانت دې وړاندې شي چې کومه میرمن به د افغانستان ولسمشره نه کیږي.

دریم دا چې ځانګړې محکمه دې جوړه شي چې له غاصبینو ځمکې واخیستل شي او خپلو مالکانو ته وسپارل شي.

البته هغه ځمکې چې له طالبانو وروسته موده کې غصب شوې دي.

چارواکو ویلي طالبانو په دفاع او قضايي ادارو کې د ښځو له کار کولو سره هم موافقه ښودلې ده، خو ټینګار یې کړی چې په ستره محکمه کې باید ښځه قاضي نه وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ښي لوري اول حنیف اتمر، چې له ګلبدین حکمتیار سره یې هم د سولې او پخلاینې بهیر کې مخکښ رول درلود.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا د نوې تګلارې په غبرګون کې د پاکستان د دریځ په اړه یو مطلب خپور کړی.

د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې د نوې تګلارې له امله پاکستان نه غواړي له امریکا سره خپل اړیکي خبراب کړي.

لیکوال وايي د دې دلیل دا دی چې پاکستان د هند او امریکا له نږدېوالي ډاریږي.

لیکوال وايي په تېرو څو کلونو کې د امریکا د ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول کیږي، خو پاکستان هم په دغه موده کې له یوې خوا له امریکا مرستې تر لاسه کړژ او بلې خوا یې د امریکا د دوښمنانو ملاتړ کړی دی.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی او لیکوال یې په دې نظر دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ګټلو لپاره اوږدمهاله او ثابتې ژمنتیا ته اړتیا ده.

د لیکوال په وینا که له افغانستان سره د اوږدمهال ژمنتیا نه وي نو بیا شاتګ پکار دی.

برتانوۍ انډیپنډینټ ورځپاڼه لیکي د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل وايي له کډوالو سره چلند لار به بدله نه کړي.

هغې ویلي د خپلې هرې پریکړې په اړه هیڅ اندیښنه نه لري چې په ۲۰۱۵ کال یې د کډوالو پرمخ د جرمني دروازې پرانستې، ځکه دا پریکړه یې د بشري اړتیاوو له مخې کړې او د یوه بیړنۍ حالت لپاره مناسب غبرګون و. هغې ویلې دې سمه پریکړه کړې وه.