ټرمپ: شمالي کوریا 'کڼه' ده

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption "امریکا له ۲۵ کلونو شمالي کوریا ته باج ور کوي"

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د شمالي کوریا د اټومي پروګرام لانجه د خبرو له لارې حلېدونکې نه ده.

ښاغلي ټرمپ تېره ورځ د اګسټ په ۳۰مه پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل:

"امریکا له تېرو ۲۵ کلونو له شمالي کوریا سره په خبرو اترو او باج ور کولو بوخته ده."

ولسمشر ټرمپ پرداسې مهال یادې څرګندونې کوي چې دفاع وزیر یې پخپلو تازه څرګندونو کې په ټینګار ویلي، د شمالي کوریا د کړکیچ په هواري کې خبرې اترې ګټورې دي.

ښاغلي مېټیس پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې وړمه ورځ شمالي کوریا د ارام سمندر پر لوري بالستیکي توغندی وتوغاوه چې د جاپان له خاورې تېر او د هوکایدو ایالت اوسېدونکي یې ځمکتل کښته کېدو ته اړ کړل.

د هوکایدو ایالت اوسېدونکو ته سه شنبه سهار وختي د توغندیز برید له کېدو خبرداری ور کړل شول، نو هغوی اړ شول د برید له وېرې ځمکتل ته پنا یوسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جاپان د هوکایدو ایالت اوسېدونکي د توغنديز برید له وېرې ځمکتل ته کوز شوي

د امریکا دفاع وزیر په پنټاګون کې د جنوبي کوریا له دفاع وزیر (سانګ یونګ‌مو) سره د لیدنې پر مهال ویلي، ډپلوماټیک حل باید هیڅکله له پامه ونه غورځول شي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امريکايي سیال ریکس ټېلرسن سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، پر شمالي کوریا د نورو بندیزو هڅه به وضعیت لا کړکېچن کړي.

نوموړي زیاته کړه، دیپلوماسي د کوریا ټاپوزمې د لانجو یوازینی حل دی.

ورته مطالب