کابل کې ځانمرګي "۵" کسان ووژل او "۲۰" ټپیان کړل

د انځور حقوق Social Media
Image caption نجیب دانش وايي، بریدګر هڅه کوله د شپنو په بڼه جومات ته ځانونه ورسوي.

د کابل ښار د قلعه فتح الله سیمې په اووم سړک کې د اهل تشیع له جومات سره ځانمرګی برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي.

د هغه په خبره، دا مرګ ژوبله ولسی وګړو ته اوښتې.

نجیب دانش بي بي سي ته وویل، ځانمرګي ځايي وخت په یوه بنجه او ۴۵ دقیقو د جومات په ۲۰۰ مترۍ کې برید وکړ.

نوموړی وايي، د پېښې په ځای کې یو شکمن کس هم نیول شوی دی.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د برید مسوولیت منلی دی.

د ښاغلي دانش په خبره، دغه کسانه د شپنو په بڼه له پسونو سره د جومات په لور روان وو، خو کله چې یې امنیتي ځواکونو د تګ مخه نیوله، یوه ځانمرګی وکړ.

د کابل ایمرجنسي روغتون ټوېټ کړې چې له دې پېښې یې د ۶ کسانو مړي او ۳۳ ټبیان ور وړي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دا برید پر لمونځغاړو برید بللی او په اعلامیه کې یې ویلي چې ولسمشر غني یې غندي.

ښاغلي غني ویلي: "د افغان ولس ترمنځ د مذهبونو یووالی او پیوستون په نړۍ کې د بېلګې په ډول ګڼل کېږي، ترهګر باید وپوهېږي چې دیني او انساني ضد چارې به یې د افغان مسلمان ولس پر یووالي اغېز ونه کړي، بلکې د افغانانو ملي یووالی به نور هم زیات کړي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل ایمرجنسي روغتون ټوېټ کړې چې له دې پېښې یې د ۶ کسانو مړي او ۳۳ ټبیان ور وړي دي

اهل تشیع د عاشورا مراسم لمانځي.

له دې مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د اهل تشیع جوماتونه(تکیه خان) په نښه شوي دي.

نږدې میاشت مخکې د اګسټ پر ۲۴ هم د جمعې په ورځ د کابل په خیرخانه مېنه کې د شیعه یانو پر جومات د جمعې لمانځه پر مهال برید وشو

په هغه برید کې ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي وو.

امنیتي تدبیرونه

دا برید په داسې مهال دی چې په وروستیو کې د کابل امنیه قومندانۍ د دغه ښار په مذهبي مرکزونو کې د عاشورا ورځو کې د امنیت خوندي کولو خبره کړې ده.

له دې مخکې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور داشن هم ویلي و چې امنیتي ځواکونه او خلک د شیعه یانو د مذهبي مرکزونو د امنیت خوندي کولو لپاره تیار شوي دي.

د همدې موخې لپاره د شیعه یانو مذهبي مرکزونو ته نږدې سلګونه اوسېدونکي په امنیت ټینګولو کې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ لپاره روزل شوي او وسلوال شوي دي.

امنیتي سرچینې داعش یا اسلامي دولت ډله د شیعه یانو د مذهبي مرکزونو په مقابل کې اصلي ګواښ بولي.

اړونده مطالب

ورته مطالب