له هسپانیا د کتالونیا د خپلواکۍ ټولپوښتنې ته چمتووالی روان دی

. د انځور حقوق Getty Images

د هسپانیا په کتالونیا سیمه کې بېلتونپالو مشرانو تینګار کړی چې د مرکزي حکومت پر بندیز سربېره به په راتلونکو څو ساعتونو کې د خپلواکۍ په تړاو د رایو اچولو مرکزونه پرانیستل شي.

هسپانوي پولیس د رایې اچونې د مخنیوي هڅه کوي خو د دې سیمې مرستیال ولسمشر ویلي، مرکزونه به پرانیستي وي او ډاډ یې ښودلې چې د رایو اچوونکو ونډه به ډېره وي.

د خبرو پر وړاندیز سربېره د کتالونیا د سیمه ییزه ادارې مشر کارلوس پویګدیمونت ګوتڅنډنه کړې چې د کتالونیا اوسیدونکو د خپل حق اخیستلو لپاره پرېکړه کړې او له دې پرېکړې نه په شا کیږي.

ده ټینګار وکړ چې نن به خامخا خلک د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته ځي.

" موږ له خپلې پرېکړې نه په شا کیږو. موږ له خپل حقه هیڅکله نه تېرېږو ، موږ واضحه دنده لرو او هغه داده چې نن به داسې پایله تر لاسه کوو چې پر بنسټ یې سیاسي پرېکړه وکړای شو. "

ښاغلي پویګدیمونت له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې له مرکزي حکومت سره د خبرو کول د نننۍ ټولپوښتنې له پایلې سره په تړاو کې نه بولی دی وايي پایله آن که د کتالانیا د جلا کیدو پر خلاف هم وي نو په کار ده چې د دوی د راتلونکې په اړخه خبرې وشي،

خبرو ته اړتیا ده ، له شرط پرته خبرې باید وشي. خو خبرې یوازې د کتالانیا او هسپانیا په اړه .

دوی تل د خبرو او دیالوګ وړاندیز رد کړی، خو دیالوګ ته اړتیاده. زه فکر کوم ټول همدا غواړي، د کتالانیا ډیر اوسیدونکي د خپل راتلونکې لپاره د خپلې رایې د کارولو غوښتنه لري او دې هدف ته د رسېدو لپاره د تضمین شوي دیالوګ غوښتنه کوي.

د انځور حقوق LLUIS GENE
Image caption د کتالونیا د سیمه ییزه ادارې مشر کارلوس پویګدیمونت ویلي، له خپلې هوکړه نه پر شا کېږي

د کتالونیا ګڼ شمیر اوسیدونکو د مرکزي حکومت له خوا په کتالانیا کې د ټولپوښتنې د مخنیوي پرېکړه وننګوله.

دوی هغه ۱۶۳ ښوونځي ونیول چې په پام کې ده د رایې ورکولو مرکزونه په کې جوړ شي.

مرکزي حکومت نننۍ ټولپوښتنه د اساسي قانون خلاف بللې ده او د مخنیوي لپاره یې له پلازمینې مډریډ زرګونه پولیس سرتیري د کتالانیا مرکز بارسلونا ښار ته استولي دي.

خو د کتالونیا مشر وايي تیاری نیول شوی ټولپوښتنه به ترسره کیږي او د رایې ورکولو څه باندې دوه زره مرکزونه چمتو شوي دي.

خو له مرکزي حکومت سره د پاتې کیدو لپاره د شنبې په ماښام په بارسلونا کې لاریون وکړ او د هسپانیا د یووالي نارې یې وهلې.

د انځور حقوق AFP

په ۲۰۱۴ کال کې هم د کتالونیا اوسیدونکو په یوه ازمایښتي ټولپوښتنه کې برخه واخیسته، هغه د هسپانیا لومړي وزیر ماریانا راخوی کتالانیا ته د هر ډول امتیاز ورکول رد کړي وو.

لومړي وزیر ویلي و د سږنۍ ټولپوښتنې مخه به هم نیسي، ځکه دی وايي د اساسي قانون له مخې هسپانیا یو هېواد او د تجزیې وړ نه دی، د ټولو هېواد دی او نه ویشل کیږي.

کتالونیا اوس هم کوردننه خپلواکي لري ، خو د هسپانیا په اساسي قانون کې د کتالونیا اوسیدونکي چې شمېر یې اوه نیم ملیونه ته رسیږي او بیل کلتور او ژبه لري د یوه بیل ملت په توګه نه پېژني.

اړونده مطالب

ورته مطالب