ایران دې د جګړې لپاره د "افغان ماشومانو ګومارلو لړۍ ودروي"

. د انځور حقوق HRW
Image caption دا د هغه افغان ځوانانو قبرونه دي چې د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ایران انقلابي ګارد سوریه کې د حکومت مخالفو پروړاندې ان تر ۱۴ کلنو افغان ماشومان د جګړې لپاره ګومارلي. سرچینې له ملګرو ملتونو ددغه رپوټ په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

‌د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دغه کډوال افغان ماشومان د ایران د اسلامي انقلاب ګارد اړوند "فاطمیون" افغان کنډک کې د حکومت مخالفو پروړاندې جنګېږي.

د سرچینې په وینا،‌ د نړیوال قانون له مخې،‌ په جګړه ییزو فعالیتونو کې تر ۱۵ د ټیټو کلونو ماشومان ګومارل جنګي جرم ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي، څېړنډلې په ایراني هدیرو کې د قبرونو د شناختو داسې انځورونه اخیستي، چې سوریه کې د وژل شویو کسانو مړي پکې خښ کړل شوي،‌ چې په وژل شویو کې اته هغه افغان ماشومان دي چې ښکاري سوریه کې جنګېدلي او وژل شوي دي.

د دغه سازمان په یوه راپور کې راغلي: "ایراني رسنیو راپور ورکړی چې لږترلږه شپږ افغان جنګېدونکي ماشومان سوریه کې وژل شوي.

په دوو پېښو کې عکاسانو د قبرونو داسې شناختې موندلې چې ښکاري د خښو کړل شویو عمرونه تر ۱۸ کلونو پورته دي،‌ خو د ځینو وژل شویو جنګیالیو ایراني رسنیو ته ویلي، دوی ماشومان وو‌،‌ خو عمرونه یې ددې لپاره لوړ ښودل شوي وو چې فاطمیون کنډک کې وګومارل شي."

د بېلګې په توګه،‌ د یوه وژل جنګېدونکي زلمي حسن رحیمي پلار تېر کال د ایران یوې رسنۍ ته ویلي: "په دغه شناخته،‌د هغه د زوکړې نېټه ۱۹۹۵ لیکل شوې، خو ریښتینې نېټه ۱۹۹۹ ده.‌ هغه د خپلې زوکړې په اړه دروغ ویلي وو، ځکه چې کنډک کې په اسانۍ شامل کړل شي. دوی یې د زوکړې سرټیفیکټ نه غوښت همدا وو چې ورسره ولاړ."

د بشري حقونو د څار سازمان د منځني ختیځ مدیرې سارا لیه وایټسن پر ایران غږ کړی چې سم لاسي د جنګېدونکو ماشومانو د ګومارلو لړۍ ودروي او سوریه ته د جګړې لپاره ټول استول شوي افغان ماشومان بېرته ستانه کړي.

په ۲۰۱۵ کال، د ایران د کورنیو چارو وزارت د اټکل له مخې ایران کې ۲٫۵ میلیون افغانان اوسېږي، چې ډېری یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د بشري حقونو د څار سازمان وړاندې داسې ثبوتي اسناد ترلاسه کړي وو چې ایران کې یوشمېر افغان کډوال په دې هدف په خپله خوښه سوریه کې جنګېږي چې ایران کې یې کورنۍ د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې،‌ ایران زرګونه افغانان روزلي او ملاتړ یې کړی،‌ چې ځینې یې د ایران د انقلابي ګارد اړوند "فاطمیون" کنډک کې سوریه کې جنګېدو ته ګومارل شوي.

"د زیارت مدافع"

په ۲۰۱۵ کال د ایران وسله وال ځواک ته نژدې خبري اژانس (دفاع پرېس) په یوه راپور کې ویلي وو،‌ فاطمیون کوم ځانګړی ځواک نه دی،‌ خو د انقلابي ګارد د یوه جلا شوي په مرکه کې ویل شوي وو چې د فاطمیون د جنګیالیو شمېر شاوخوا ۱۴۰۰۰ کسه دی.

د انځور حقوق HRW
Image caption له پورتني عکسه معلومېږي چې په سوریه کې وژل شویو افغانانو هلته څه کول

د بشري حقونو د څار سازمان راپور وايي، د اتو هغو افغان ماشومانو اسناد یې ترلاسه کړي چې سوریه کې جنګېدلي او مړه شوي،‌ پنځه یې د تهران د شهیدانو هدیره کې خښ شوي چې د یوه عمر یې ‍۱۴ کاله ښودل شوی او د نورو عمرونه هم تر ۱۸ کلونو ټیټ ښکاري.

د وژل شویو پر ځینو شناختو د "زیارت مدافع" لیکل شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان واي، سوریه کې د جنګېدونکو پوځیانو ګومارنه کې ایران له شفافیت سم کار نه اخلي.

له ملګرو ملتونو غوښتنه‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اجرایوي کمېټې پر ایراني حکومت غږ کړی چې د وسله والو ځواکونو له لوري د جګړو سیمو ته د ماشومانو د ګومارلو په اړه له احتیاطه کار واخلي.

د بشري حقونو د څار سازمان له ملګرو ملتونو او ددغه سازمان له سرمنشي غوښتي چې د ایران د انقلابي ګارد له خوا د جګړو سیمو ته د ماشومانو د ګومارلو په اړه څېړنه وکړي

ورته مطالب