جلال طالباني څوک و؟

. د انځور حقوق Getty Images

جلال طالباني د عراقي کوردانو لپاره پخوانی پېشمرګه جنګیالی او کاریزماټیک شخصیت و چې د صدام حسین له څو مرګونو بریدونو ژوندی وتلی و.

د عراق د سیاسي ټولنې لپاره تر صدام حسین پر مسلو پوه سیاستوال و چې د عراق د ډېرو کورنیو ستونزو غوټې یې پرانیستې.

هغوی چې له نږدې له ښاغلي طالباني سره اوسېدلي، وايي، دغه زوړ سړی ډېر ټولنیز او ورینی شخص و چې خواړه به یې په خوند خوړل.

د عراق دغه پخواني ولسمشر د اکټوبر په درېیمه د برلین په یوه روغتون کې د زړه د حملې له امله سا ور کړه.

پر نوموړي لا په ۲۰۱۲ کال کې د زړه حمله راغلې وه چې د هغه فزیکې وړتیا یې اغېزمنه او ویې نه شو کړای د ولسمشرۍ دنده پر مخ یوسي.

د هغه د مړینې د خبر تر خپرېدا وروسته سلګونو سیاسي شخصیتونو، لیکوالانو، هنرمندانو او نورو د غمشریکۍ پیغامونه واستول او د هغه ښه والی یې ستایلی دی.

د عراق د کوردستان د حکومت مشر او د هغه پخواني سیال مسعود بارزاني یوه اونۍ ویر اعلان کړی دی.

د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي هم په عراق کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

د نړۍ او سیمې د هېوادونو مشرانو هم د غمشریکۍ پیغامونه استولي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د ښاغلي طالباني تګ‌بڼه اعتدال او منځلارتوب و.

د عراق لومړي وزیر د جلال طالباني مړینه د عراق لپاره لویه تشه بللې ده.

هغوی چې له ښاغلي طالباني سره لیدلي وايي، یوازیني څه چې له هغه په یاد ور پاتې دي، هغه د طالباني ورین تندی او موسکې شونډې دي.

نوموړی په څو ژبو پوهېده، له هغو یې په ورځنیو چارو کې ګټه اخیسته، خو په دې کيسه کې نه و چې ګرامري تېروتنه به ترې وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ښي لوري: ایاد علاوي، مقتدی صدر، جلال طالباني، مسعود بارزاني او عثمان نجیفي د عراق د سني، شیعه او کورد مشرانو کډه ناسته

د هغه په اړه ډېرې کیسې ویل کېږی

په ۲۰۱۱ کال کې چې د عراق دولت د سني مشر طارق هاشمي د نیولو امر صادر کړ، هغه سلیمانیه سیمې ته وتښتېد او د جلال طالباني کره دېره شو.

د ښاغلي هاشمي یو سلاکار کیسه کوي چې:

" یوه ورځ طالباني اړیکه ونیوله او سني مشران یې شام ته وبلل، خو له هغوی یې په کلکه وغوښتل چې شعیه ګانو ته د بلنې په اړه څه ونه وايي، ځکه هسې نه فکر وکړي طالباني د سنیانو پلوي کوي.

کله چې هلته ورسېدو، ومو لیدل چې ډېری شعیه مشران هم را غلي دي. ویې ویل، د سیاست په اړه به نه غږېږئ، ماښام یې ټول سره را ټول کړو، ویې ویل خوند مو ترې واخیست او که نه؟ اوس ووایئ ولې غواړئ په جګړه له دې خلکو دا نعمت واخلئ... لاړ شئ او په خبرو مو خپلې ستونزې حل کړئ."

ښاغلي طالباني د صدام حسین له مړینې وروسته د عراق د اساسي قانون په تدوین کې مهم رول ولوباوه.

نوموړی په ۲۰۰۵ کال کې د عراق لومړنی ولسمشر شو او د چپي افکارو لرونکي مشر په توګه یې هڅه وکړه د ښځو مذهبي لږکیو حقونه په اساسي قانون کې خوندي کړي.

د عراق د ولسمشرۍ څوکۍ معمولاً سمبولیکه بڼه لري، خو جلال طالباني چې هلته و، ولسمشرۍ ماڼۍ یې د عراق د مهمو اختلافونو د حل او پرېکړو مرکز و.

د نړۍ مشران به د هغه لیدو ته ورتلل او کور یې د سنیانو، شیعه ګانو او کوردانو ترمنځ د خبرو اترو ځای و.

د عراق د ولسي جرګې یوه شعیه غړي د نوموړي په اړه یوې عراقۍ رسنۍ ته ویلي، طالباني خپل مخاطبان پېژندل او د هغو په اړوندو ستونزو یې خبرې ور کولې:

"که مخاطب به یې کمونیست و، نو د مارکس او لینن له فلسفې به یې ګټه اخیسته او که به مسلمان او مذهبي نو د قرانکریم له ایتونو به یې ګټه اخیسته. "

دغو ځانګړونو د عراق د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ د هغه له ګرانښت سره مرسته کړې وه.

د عراق یوه شعیه مشر ایت الله سیستاني نوموړی د عراق د ثبات لامل ګڼلی دی.

مخالفان یې په اړه څه وايي؟

جلال طالباني چې ولسمشر و، د صدام حسین د غرغرې د حکم له لاسلیکه یې ډده وکړه او هغه یې د یوه شعیه مرستیال په لاسلیک اعدام شو.

نوموړي کلونه وړاندې د ځوان وکیل په توګه د اعدام له سزا سره د مخالفت هوډ کړی و.

په ټوله کې له اعدام سره مخالفت او د خپل پخواني دوښمن صدام حسین د اعدام حکم نه لاسلیک نوموړي پر عراقي سنیانو لا ډېر ګران کړ.

خو د نوموړي له خوا د ټولو عراقیانو د یووالي هڅو له طالباني یو شمېر کردان ناخوښه کړل.

دېرو یې نوموړی تورن کړ چې د کوردستان ملي داعیې ته د کار کولو پر ځای د عراق ملي ګټو ته ژمن و.

د نوموړي مخالفان د هغه کورنۍ تورنوي چې له موقف نه په ناسمه استفاده یې ډېره مالي امکانات تر لاسه کړل؛ تر دې چې یو شمېر ځايي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې میلیونونه ډالره غبن یې کړی دی.

ښاغلي طالباني یاد تورنه له یوې مخې رد کړل او وکیلانو یې له یادو رسنیو شکایت وکړ.

جلال طالباني د کوردستان د هېوادنۍ ټولنې ګوند بنسټګر و. دغه ګوند تر اوسه له نظامي اړخه د عراق دویم او له سیاسي اړخه درېیم ستر ګوند دی.

څو کاله وړاندې د ښاغلي طالباني لومړي مرستیال نوشیروان مصطفی له دغه ګونده بېل او بل ګوند یې رامنځته کړ.

نوشېروان وروسته د ګوران یا تغیر په نامه ګوند جوړ کړ. نوموړي د میهني ټولنې ګوند مشرتابه تورن کړ چې په ګوند کې د فساد له منځه وړو ته چمتو نه دی.

د طالباني ډېر شمېر پلویان د نوشیروان مصطفی ګوند ته واوښتل.

دمګړۍ ګوران ګوند د کوردستان دویم ستر ګوند دی.

د ښاغلي طالباني مخالفان دا خبره هم کوي چې نوموړي لکه د منځني ختیځ د نورو مشرانو په څېر د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د واک پر ګدۍ پاتې شو.

جلال طالباني د عراق د نورو مشرانو په پرتله ډېر محبوب و. دا چې هغه له نیمې پېړۍ ډېره مبارزه وکړه، که یې د واکمنۍ پر مهال دنده پرېښې وای، دا کار به د منځني ختیځ په تاریخ کې یوه بېلګه وه.

د منځني ختیځ رهبران ډېری په کودتا یا تابوت کې له دندو ګوښه کېږي.

له کلکانه تر برلینه

جلال طالباني په ۱۹۳۳ کال کې د کوردستان په کلکان سیمه کې وزېږېد. نوموړی لا زلموټی و چې سیاست یې پیل کړ. په ۱۸ کلنۍ کې یې د عراق د کوردستان د ډیموکراټ ګوند غړیتوب تر لاسه کړ چې هغه مهال یې مشري له ملا مصطفی بارزاني سره وه.

نوموړي د عراق په بغداد پوهنتون کې د حقوقو کې لوړې زدکړې وکړې. خبریالي او لیکوالي یې هم کړې ده.

په ۱۹۵۵ کال کې یې چین ته سفر وکړ او د چین د رهبر مایو کتاب یې کوردۍ ژبې ته وژباړه.

د انځور حقوق Getty Images

نوموړي له عرب مشرانو جمال عبدالناصر، معمرالقذافي، حافظ اسد، یاسر عرفات او ملک حسین سره ښې اړیکې لرلې.

په ۱۹۷۰ کال یې له هیروخان سره واده وکړ. نوموړې د نامتو رومان لیکونکي او سیاستوال ابراهیم احمد لور وه.

هیرو خان دمګړۍ د عراق له پیاوړو مېرمنو ده. هغه د عراق د کوردستان په سیاست او رسنیو کې مهم رول لري.

په ۱۹۵۷ کال کې جلال طالباني څو کوردي ډلې چې کیڼ اړخې او سوشیالیسټ افکار یې لرل، سره یو ځای او د کوردستان د میهني ټولنې ګوند یې جوړ کړ.

دغه ګوند په کوردستان کې د مسعود بارزاني په مشرۍ د ډیموکراټ ګوند سرسخت سیال شو.

په ۱۹۹۱ کال کې چې د امریکا د متحده ایالتونو له خوا د عراق کورد مېشته سیمې د پرواز ممنوعه ځایونه اعلان شول، کوردستان د طالباني او بارزانی د ګوندونو ولکې ته ولوېد.

په ۱۹۹۴ کال کې د دواړو ګوندونو ترمنځ اختلافونه ډېر شول او کورنۍ جګړې ته خبره ورسېده چې له دواړو لورو پکې سلګونه کسان ووژل شول.

ډېری کوردان دغه کورنۍ جګړه د عراق د کوردانو په تاریخ کې تور داغ ګڼي.

په ۲۰۰۵ کال کې د صدام حسین د حکومت تر ړنګېو وروسته جلال طالباني د عراق لومړنی ولسمشر شو.

د عراق د شعیه ګانو په ملاتړ یې د ولسمشرۍ پړاو بیا وغځېد. په ۲۰۱۲ کال یې چې د عراق د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ منځګړتوب کاوه، نو د زړه حملې پرې راغله او د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو.

تر دوه کلنې درملنې وروسته بېرته د عراق سلیمانیه ته راوړل شو، خو نور یې د خبرو توان له لاسه ور کړی و.

نوموړي د اکټوبر په درېیمه د برلین په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله سا ور کړه.

ورته مطالب