کرېکټ: افغان توپوهونکو هانکانګ بې ساری مات کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیالي د اکټوبر په ۲۰مه پیل شوې وه

د ای سي سي نړیوال کپ په څلور ورځینو سیالیو کې افغان لوبډلې هانګ کانګۍ هغې ته بې سارې ماتې ورکړه.

دغه سیالي تېره ورځ د اکټوبر په ۲۰مه په هانګ کانک کې پیل شوې وه.

هانګ په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې منډې جوړولو ته ملا وتړله او ټوله لوبډله یې یوازې د ۱۴۲ منډو په جوړولو وسوځېده.

د لومړۍ پاڼۍ په توپ اچونه کې راشد خان پنځه او دولت ځدراڼ درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې افغان لوبډلې د پنځو لوبغاړ په له لاس ورکولو سره ۴۶۵ منډې وکړې. او لوبه یې بس کړه.

د افغانستان له لوري جاوید احمدي او اصغر ستانکزي سلیزې ووهلې. محمد نبي عیسی خیل او احسان الله هر یوه ۶۳ـ ۶۳ منډې او ناصر جمال په ۳۷ منډو نا سوځېدلی پاتې شو.

د نبي تر سوځېدو وروسته افغان لوبډلې خپله لوبه ودروله او سیالې لوبډلې ته یې د بیا میدان ته د ښکته کېدو بلنه ورکړه.

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان لوبډلې له هانګ کانګۍ هغې د ځلور ورځینو لوب لړۍ په یوې پاڼۍ او ۱۷۳ منډو وګټله

دویمه پاڼۍ

د دویم پاڼۍ لومړۍ توپوهنه هم هانکانګۍ لوبډلې پیل کړه، خو مخکې له دې چې کومه منډه جوړه کړي، یو لوبغاړی یې له لاسه ور کړ.

په دغه لوبه کې له افغان ورو توپ اچوونکي ظاهر خان سره بخت مل و. نوموړي اوو اورونو کې یې ۱۶ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان، محمد نبي او دولت ځدراڼ هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

هانکانګي لوبډله وتوانېده چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۵۰ منډې جوړې کړي.

افغان لوبډلې دغه سیالي د یوې پاڼۍ او ۱۷۳ منډو په توپیر وګټله.

دا د کرېکټ نړیوالې شورا تر بشپړ غړیتوب تر ترلاسه کولو وروسته د افغانستان لومړۍ څلور ورځنۍ نړیواله سیالي وه.

دا مهال هانک کانګ کرېکټ لوبډله د افغان لوبډلې په پرتله ډېره پیاوړې نه ده او په کرېکټ کې تر افغانستانه کمزورې بلل کیږي.

افغانستان او ایرلند یو ځای د کرېکټ نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړ خو ایرلند خپله لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه له پاکستان سره برابره کړې ده چې ښايي د لوبغاړو د وړتیاوو او تجربو په لوړولو کې یې لا ډېره مرسته ورسره وکړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې د فرسټ کلاس کرېکټ پیل

ورته مطالب