افغان فلم جوړوونکې رویا سادات د 'نړیوالو متفکرانو' په نوملړ کې

. د انځور حقوق RFH
Image caption رویا سادات، د فلمونو لارښودې، لیکواله او جوړوونکې ده چې له څو کلونو په افغانستان کې د سینما په برخه کې کار کوي.

امریکایۍ مجلې، فارن پالیسي سږ کال د "نړیوالو متفکرانو" په نوملړ کې د افغانې رویا سادات نوم راوړی دی.

فارن پالیسۍ ویلي، په دغه نوملړ کې یې ځکه د رویا سادات نوم ور زیات کړی چې د افغان ښځو کیسې یې د سینما تر پردې رسولي دي.

د هغې فلم (ولسمشر ته لیک) د بهرنیو فیلمونو په څانګه کې د اسکار د جایزو ۹۰ پړاو لپاره د علومو اکاډمۍ او سینمايي هنرو اکاډمۍ ته د افغان سینما د استازي په توګه ور پېژندل شوی دی.

د فلم کیسه د یوې ځوانې ښځې پر ژوند راڅرخي چې خپل مېړه د وژنې په تور په اعدام محکومه شوې ده.

ویدیا بالن: خلک مې چاغه بولې، بده یې نه ګڼم

د افغان فیلم ارشیف؛ د تاریخ ازموینه

سینماګانو ته د هندي سختدریځو ګواښ

اغلې دوست له بي بي سي سره په خبروکې په یاد نوملړ کې د شاملېدو په اړه وویل، زموږ کیسه، د نړۍ د خبرونو سرټکی، چاودنې او بریدونه دي. نو له بلې زاویې فلم او انځور کولای شي، د ډېرو لیدلوری بدل کړي.

د انځور حقوق RFH
Image caption "فلمونه یې د هېواد د ښځو او نرانو د غږ یوه برخه ده چې کولای شي د نړۍ په هر ګوټ کې لیدونکي فکر کولو ته اړباسي."

نوموړې زیاتوي، فلمونه یې د هېواد د ښځو او نرانو د غږ یوه برخه ده چې کولای شي د نړۍ په هر ګوټ کې لیدونکي فکر کولو ته اړباسي.

فارن پالیسۍ لیکلي، مېرمن سادات نن ورځ د افغانستان له پېژندل شویو فلمي لارښودو ده او په داسې یوه ټولنه کې د ښځو د وضعیت د بیانولو سرلارې ده لا هم ښځې هلته تر لاس لاندې ګڼل کېږي.

د فارن پالیسۍ مجلې په نوملړ کې ۱۰۰ کسان شته. په دغه نوملړ کې هر کال د نړۍ د رهبرانو او هغو کسانو نومونه راځي چې نړیوال لیدلوری او فکر لري.

رویا سادات، د ۲۰۱۷ کال په نوملړ کې په نهم نمبر راغلې ده.

په دغه نوملړ کې د فرانسې د ولسمشر امانوېل ماکرون، د برتانیې د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي او د MeToo# کمپاین د برخه والو نومونه هم شته.

ورته مطالب