چنګېزخان ته سپکاوی یوه سړي ته په یو کال بند تمام شو

د انځور حقوق National Palace Museum
Image caption چنګېزخان ته منسوب انځور.

په منګولیا کې- چې د چین یوه کورواکه سیمه ده- یوې محکمې یو سړی چنګېزخان ته د سپکاوي له امله په یو کال بند محکوم کړ.

دې ۱۹ کلن سړي خپل دا سې فېلم اخیستی چې پکې د مغولو د امپراتوۍ د نومیالي مشر او بنسټګر چنګېزخان پر انځور خېږي.

دا سړی په محکمه کې قومي نفاق ته په لمن وهلو محکوم شوی دی.

* د چنګېزخان قبر چېرته دی؟

* د مغول امپراتور همایون مقبره بیا ورغوول شوه

هغه ویډیو چې نوموړي خپره کړې په خواله رسنیو کې ژر شریکه شوه، خو د چین د اینټرنېټ سانسور ادارې اوس لرې کړې ده.

ډېری مغول چنګېزخان ته درناوی لري چې په ۱۳ زېږیزه پېړۍ کې یې د اسیا شمال ختیځ کې د مغولو د لویې امپراتورۍ بنسټ کېښود.

چنګېزخان یو وخت پر ټولو هغو ځمکو ولکه درلوده چې له ارام سمندر تر خزر سمندرګي غځېدلې دي.

د انځور حقوق Hulton Archive / Getty Images
Image caption چنګېزخان په مغولو کې ډېر منلی دی.

هغه سپارښت کړی و چې له مرګ وروسته یې قبر معلوم نشي.

د چنګېزخان له مرګ وروسته هغه سرتېري چې د نوموړي مړی یې لېږداوه په ستنېدلو کې ووژل شول چې په دې ډول د دغه امپراتور له قبر څوک خبر نشي.

د نوموړي د ښخېدلو پر ځای زر اسان وځغلول شول چې د قبر کومه نښانه یې پاتې نشي.

اوس چې د چنګېزخان له مرګ ۸۰۰ کلونه هم تېر دي د نوموړي قبر موندل شوی نه دی.

اړونده مطالب