کندهار امنيتي چارواکي: پر سیمه ییزو پولیسو ځانمرګی برید شوی

.

د افغانستان د سوېل کندهار ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر قومندانۍ ځانمرګی موټر بم برید شوی چې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار امنیه قومندانۍ مرستیال ویاند مطیع الله هلال بي بي سي ته وویل، ځانمرګی بریدګر چې په هاموي ټانګ کې سپور و، توانیدلی د قومندانۍ له لومړي قرول څخه تېر، خو په دویم قرول کې پولیسو پېژندلی او بریدګر خپل هاموي ټانګ ته چاودنه ور کړې ده:

"په برید کې ۶ سیمه ییز پولیس شهیدان او ۴ نور ټپیان دي."

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

په روان زیږدیز کال کې د کندهار میوند وسله والي د وسله والو طالبانو د بریدونو شاهده وه.

په تېره اکټوبر میاشت کې په همدغه میوند ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو په ورته یوه برید کې تر ۴۰ ډېر افغان سرتېري وژل شوي وو. د روان کال په جنورۍ میاشت کې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره ډله ییز بریدونه وکړل چې دواړو غاړو یو بل ته د زیاتې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا وکړه.

* "د کندهار شاوليکوټ کې پوليو پېښې د نړۍ له هرې بلې ولسوالۍ ډېرې دي"

* د کندهار ناسته؛ پر حکومت نیوکې او وړاندیزونه

* د کندهار انار، نړیوالو بازارونو ته ناهواره لار

اړونده مطالب

ورته مطالب