د ایران مظاهرې؛ تهران ریاض ته د سخت ځواب خبرداری ور کړ

د انځور حقوق Tasnim
Image caption حسن روحاني او علي شمخاني.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي په دغه هېواد کې وروستیو لاریونونو ته په اشارې سعودي عربستان د تهران پرضد "په نیابتي اینټرنېټي جګړه" تورن کړ.

علي شمخاني د سعودي چارواکو ته خبرداری ور کړ چې ایران به سخت ځواب ور کړي.

د ریاض او تهران چارواکي وروستیو کلونو کې یو د بل پرضد توندې خبرې کوي.

د سعودي ولیعهد اوه میاشتې مخکې په یوه مرکه کې وویل: "موږ به هڅه وکړو چې جګړه د ایران خاورې ته وغځوو، نه د سعودي عربستان".

د علي شمخاني دا خبرداری په ایران کې د لاریونونو تر پیلېدلو راهیسې لومړنی ښکاره غبرګون دی ، چې ریاض په دې مظاهرو کې په لاس لرلو تورنوي.

* ایران کې ولې خلک لاریونونه کوي؟

* امریکا له نړۍ د ایراني ولس د ملاتړ غوښتنه وکړه

نوموړی وايي، "په څو ورځو کې به دا مظاهرې پای ته ورسېږي او په دې تړاو کومه اندېښنه نشته".

له پنځو ورځو راهیسې د ایران په مختلفو ښارونو کې مظاهرې روانې دي.

له تېرې یکشنبې راهیسې د شپې هم د ایران په مختلفو ښارونو کې لاریونونه کېږي.

د سې شنبې په شپه هم د ایران په ځینې ښارونو کې لاریونونه راون وو، چې پکې د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمنځ تاوتریخوالی شوی دی.

ایراني چارواکي وايي په نجف اباد کې یوه بلواګر چې وسله ورسره وه د پولیسو یو افسر وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.

تر دوشنبې ورځې په دغو لاریونونو کې د ۱۳ کسانو وژنه تایید شوې ده.

د انځور حقوق Tasnim

که څه هم دا مظاهرې د ناوړه اقتصادي حالت او نرخونو د لوړوالي په اعتراض پیل شوې وې، خو اوس یې سیاسي بڼه غوره کړې ده.

تازه رپوټونه وايي چې په تېرو څو ورځو کې د حکومت ضد مظاهرو پرمهال شاخوا څلور سوه مظاهره چیان نیول شوي دي.

ایراني چارواکي وايي مظاهرې د بهرنیانیو په لمسون د څو ایجنټانو له خوا ترسره کېږي.

* د سعودي او ایران سړه جګړه کومې خواته ځي؟

* عرب ټولنه د ایران د "لاسوهنې" په هکله بېړنۍ ناسته کوي

ولسمشر حسن روحاني ویلي له هغو کسانو سره به قانوني چلن وشي چې د قانون پرضد شعارونه ورکوي او په ورانکارو اعمالو لاس پورې کوي.

اخوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایراني مشرانو پرضد په لفظي جګړه کې یو ځل بیا په یوه ټویټ کې ویلي چې د ایران ولس چې خوړو او ازادۍ ته وږی دی له کلونو کلونو راهیسې ځپل شوی دی.

دغه راز د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو هم ویلي چې د ایران حکومت له خپل ولس نه ویره لري او په پای کې به ولس بریالی شي:

"زړه ور ایرانیان سړکونو ته وځي، دوی ازادي غواړي، دوی عدالت غواړي، دوی لومړنۍ ازادۍ غواړي چې له لسیزو راهیسې نه دي ورکړل شوې".

د انځور حقوق fars

ښاغلي نتنیاهو خواشیني څرګنده چې په وینا یې اروپايي هېوادونه په ایران کې د مظاهرو په هکله چوپه خوله دي.

د نوموړي په وینا که دی یوازې هم وي دا غږ به پورته کړي چې په ایران کې خلک پر سړکونو وهل کېږي.

نوموړي وویل چې د ایران حکومت هڅه کوي چې د دوی او ایراني ولس ترمنځ کرکه خپره کړي خو په وینا یې بریالی به نه شي او یوه ورځ به ایرانیان او اسراییلیان یو ځل بیا سره دوستان شي.

ورته مطالب