د کونړ مرستيال والي چې په پښتونخوا کې تښتول شوی و، ازاد شوی

.
Image caption ښاغلي احمدي وايي، نه پوهېږم چې چا او ولې تښتولی وم

د کونړ مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي چې د تېر کال د اکټوبر په ۲۸مه په خیبر پښتونخوا کې تښتول شوی و، ازاد شوی او کونړ ولایت ته ستون شوی دی.

ښاغلي احمدي نن جمعه د نومبر په ۵مه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د درملنې لپاره له خپل ورور سره يو ځای پېښور ته تللی و چې له ډبګري ګارډن سيمې ناپيژاندو کسانو وتښتاوه:

" نه پوهېږم چې چا او ولې تښتولی وم."

کله چې په پښتونخوا کې د کونړ د مرستیال والي د تښتولو راپورونه خپاره شول، نو هممهاله د کونړ والي وياند غني مصمم رسنیو ته وویل، ښاغلی احمدي د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته د تګ رسمي اجازه اخيستي وه، خو د پېښور له تګ څخه یې دوی خبر نه دي.

ښاغلي احمدي له بي بي سي سره خبرو کې دا ونه ویل چې تښتوونکو ربړولی او که څنګه خو زیاته یې کړه چې ورور یې لا هم د تښتوونکو په بند کې دی.

له دې وړاندې هم ګڼ افغان چارواکي په پاکستان کې تښتول شوي او بيا راپرېښودل شوي، خو د نيول کېدو او تښتوونکو په تړاو یې تر دې دمه هيڅ مالومات نه دي خپاره شوي.

* کونړ پوهنتون سږکال تر ټولو بوډا محصل فارغ کړ

* ''د کونړ مرستیال والي پېښور کې تښتول شوی''

ورته مطالب