هنديو لوبغاړو ته د جایزې غواوې په مصیبت واوښتې

د انځور حقوق Manoj Dhaka
Image caption نیتو له خپلې غوا سره.

د هند په هریانا ایالت کې درې بوکسرې د دغه ایالت د کرنې وزیر اوم پرکاش دنکړ ته هغه غواوې ور وسپاري چې تېره میاشت یې دوی ته په انعام کې ور کړې وې.

ایالت کې د بي جي پي حکومت تېر کال نومبر کې په ملي اتلولۍ کې میډال ګټونکو ښځو ته په جایزه کې یوه یوه غوا ور کړې وه، خو دا غواوې د دوی کورنیو ته په مصیبت واوښتې.

* غواګانې له انټرنېټ سره ونښلول شوې

* ولې هندۍ ښځې د غوا څېره په سر کړې؟

ستونزه دومره لویه شوه چې درې بوکسرو ښځو خپلې غواوې ایالتي حکومت ته ور ستنې کړې.

له نیتو، جیوتي او ششي وروسته اوس څلورمه لوبغاړې انومپا هم د خپلې غوا پر ور سپارلو غور کوي.

د انځور حقوق Manoj Dhaka
Image caption د جیوتي ګولیا پلار غوا حکومت ته سپاري.

انوپما له بي بي سره سره ټلېفوني خبرو کې وویل، غوا یې ښې شیدې نه کوي:

"غوا مې چې کور ته راوستلي، د لس زرو واښه مې ورته رانیول، خو تراوسه یواځې درې لېتره شیدې کوي، ځکه یې حکومت ته سپارم".

د تېر کال د نومبر له ۱۹ تر ۲۶ د اسام ایالت په ګواټي کې د ښځو بوکسرو نړیواله اتلولي وه، په دې سیالۍ کې شپږو هندیو بوکسرو میډالونه وګټل.

* هند کې ولې ښځې بزګرۍ ته مخه کوي؟

* د مېړه ډبولو لپاره ناوې ته د لرګي بېټ ډالۍ

بوکسره جیوتي ګولیا وايي: "شیدې ایسته پرېږده، غوا زما د کورنۍ غړي درې ځلې ووهل".

هغه زیاتوي غوا یې مور ټپي کړه، ځکه یې له هغه وروسته غوا حکومت ته وسپارله:

"موږ له مېښو سره جوړ راځو".

د انځور حقوق Manoj Dhaka
Image caption جیوتي ګولیا له میډال سره.

په اتلولۍ کې میډال ګټونکو بوکسرو ته د نومبر پر ۲۹ لمانځغونډه جوړه شوې وه، چې پکې د کرنې وزیر شپږو لوبغاړو ته د غواوو ور کولو اعلان وکړ:

"د غوا شیدې نه یواځې ښکلا زیاتوي، بلکې دماغ پیاوړي کوي".

* سیلفي اخیستونکي زمریان

* زمرۍ د پړانګ بچي ته شیدې ور کوي

د هریانا د کیرانا غواوو فارم څېښتن راجیو کیرانا وايي، له هغه وروسته د هریانا حکومت له ده شپږ لوبغاړو ته شپږ غواوې را نیولې چې د هرې یوې بیه له څلوېښو تر پنځوس زرو روپیو رسېږي:

"موږ د ښه نسل غواوې ور کړې، زموږ سره خو دې غواوو ښې شیدې کولې، یواځې د یوې غوا خوسکی مړ شو وروسته یې شیدې نه کولې".

د انځور حقوق Manoj Dhaka
Image caption ساکشي له خپلې غوا خوښاله ده، وايي د ورځې اووه کیلو شیدې کوي.

نوموړی زیاتوي، درې غواوې بېرته ور سپارل شوې دي او له لوبغاړو غواړي چې فارم ته ور شي او دلته غواوې ولوشي: "هره یوه یې چې خوښه شوه، پړی دې پکې واچوي".

د هریانا د کرنې وزیر اوم پرکاش دنکړ هم وايي، لوبغاړې دې د خپلې خوښې غواوې را نیسي او ده ته دې یې د پیسو بېل واستوي ور به یې کړي.