ملګرو ملتونو د افغان اړمنو لپاره ۴۳۰ میلیون ډالره مرسته غوښتې

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دوو ملیونو ډېر افغان د افغانستان له شخړو په نېغ په نېغه اغېزمن شوي دي.

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په افغانستان کې د اړمنو کسانو لپاره د ۴۳۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده . د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۳ میلیونه افغانان په دغه هېواد کې روان تاوتريخوالي اغېزمن کړي او همدا اوس مرستو او سرپنا ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي په تېر زيږديز کال کې وسله والې نښتې او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په تېره یوه لسیزه کې بې سارې وې.

د دغې ادارې په وینا له ۲ میلیونو ډېر افغانان نېغ په نېغه له دغو نښتو اغېزمن شوي چې په دوی کې نږدې ۴۵۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دی.

* افغان کډوال ولې له پاکستانه بېرته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي؟

* له سویډنه ۹ مجرد افغان کډوال کابل ته استول شوي

* "افغان ډيپلوماټان پاکستان هڅوي چې د کډوالو موده یو کال وغځوي"

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې (ټوبي لنزر) په نړیوالو مرستندویانو غږ وکړ، چې د هغو نږدې درې میلیونو افغانانو لاسنیوی وکړي چې جګړو او طبيعي ناورینونو يې ژوند سخت کړی دی:

" اټکل کېږي چې ۳.۳ میلیونه وګړي به مرستو ته اړ وي. ټولو ته رسېدنه ګرانه ده. موږ دوه میلیونو او اتو سوو زرو وګړو ته د مرستې پلان لرو. وبه ګورو چې د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې څه کېږي. همدا اوس دوه میلیونه او څلور لکه افغانان په پاکستان کې اوسېږي. که هغوی د پاکستان پرېښودو ته اړ شي موږ به مو پلان بدلوو. "

هغه وايي په تېر ۲۰۱۷ کال کال کې ۵۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې ډېری ېې له پاکستان څخه راغلي.

د انځور حقوق Getty Images

فکر کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو ترينګلتيا په پاکستان کې مېشت سلګونه زره نور افغانان هم اغېزمن کړي.

په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ مرستندویه ملي او نړيوالې ادارې فعاليت کوي، چې ډېری يې د کار پر مهال له سختو ستونزو سره هم مخامخ دي.

د افغانستان د حکومت اجرائي مشر عبدالله عبدالله هم تر اړمنو کسانو د مرستو په ور رسېدو کې عمده خنډ ناامني یاده کړه.

د افغانستان د حکومت اجرائي مشر عبدالله عبدالله هيله څرګنده کړه چې د بشري غبرګون پلان چې د راتلونکي کال لپاره چمتو شوی وکولای شي چې پر وخت د اړمنو کورنيو لاسنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې بېلابېلو لاملونو اغېزمن کړي نږدې ۹ میلیونه اړمن کسان شته چې شاوخوا ۳ میلیونه کسان يې چې بيړنيو مرستو ته اړ دي د دغه سازمان له مرستو برخمنېږي.

د انځور حقوق Getty Images

په روان زیږدیز کال کې هم د تاوتریخوالو د ډېرېدو وړاندوينه شوې ده.

پر دې سربېره له پاکستان څخه هم د سلګونو زرو افغان کډوالو د راستنېدو احتمال شته چې دغو ننګونو د هر کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت له نوو سختیو او پېچلتياوو سره مخامخ کړی دی.

ورته مطالب