د مشال خان وژنه کې د ښکېلو کسانو د خوشې کولو امر

. د انځور حقوق Facebook

‎د خيبر پښتونخوا ایبټ اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د مشال خان په وژنه کې د ښکېلو ۲۵ تورنو کسانو په ضمانت د خوشي کولو امر کړی دی.

‎یادو تورنو کسانو ته په وروستیو کې د دې محکمې له خوا د څلورو کلونو بند سزا اورول شوې وه.

د تورنو کسانو یوه وکیل افتخار مایار بي بي سي ته وویل، تورنو ته د سزا ورکولو پرضد یې محکمه کې په ضمانت د دوی د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

ده وویل، محکمې د دغو کسانو په ضمانت د خوشي کولو امر کړی، خو قضیه به یې لا پوره نه وي سپینه شوې او د سزا حکم به یې پرخپل حال پاتې وي.

د مشال خان پلار له مردانه دوسیه لېږدول غواړي

د مشال دوسیه؛ یو تورن په مرګ او ۵ نور په عمر بند محکوم شول

''د مشال خان وژنې عیني شاهدان ګواښل کېږي''

مشال خان د مردان عبدالولي خان پوهنتون محصل و، چې ظاهراً مذهب ته د سپکاوي په تور په یاد پوهنتون کې په وهلو وهلو ووژل شو.

خو د مشال خان د وژنې په تړاو سترې محکمې د یوه فرمان له مخې د څېړنې ګډه جرګه ګۍ جوړه کړې وه.

دا جرګه ګۍ په خپل رپوټ کې وایي، مشال خان د یو منظم پلان له مخې وژل شوی او مذهب ته د سپکاوي کوم ثبوت پرې نشته.

ورته مطالب