فیفا: روحاني ژمنه کړې ښځو ته د لوبغالي تګ اجازې ورکوي

جاني اینفانتینو د ایران سپورتي چارو له وزیر مسعود سلطانی ‌فر و جاني سره لیدلي د انځور حقوق AFP
Image caption جاني اینفانتینو د ایران سپورتي چارو له وزیر مسعود سلطانی ‌فر و جاني سره لیدلي

د فوټبال نړیوال فدراسیون 'فیفا ' مشر وايي، ایراني چارواکو ژمنه ورسره کړې، چې اوسنی ممنوعیت به ژر لرې کړي او ایرانیو ښځو ته به اجازه ورکړل شي، چې د لوبې نندارې لپاره لوبغالیو ته ورشي.

فیفا مشر جاني اینفانتینو د ایراني چارواکو د دغې ژمنې ډېر جزیات نه دي څرګند کړي. نوموړي په ایران کې له ولسمشر حسن روحاني او له سپورت چارواکو سره له لیدنې وروسته دغه څرګندونې کړې دي.

بل لور ته ایران ته د ښاغلي اینفانتینو د سفر پر مهال له یوه لوبغالي ۳۵ ښځې نیول شوې، چې د لوبې نندارې ته تللې وې.

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption رپوټونو کې ویل شوي، ۳۵ هغه ښځې نیول شوې، چې د لوبې نندارې لپاره لوبغالي ته تللې وې

رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه ښځې له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوې دي.

داسې رپوټونه هم شته، چې ګواکې ښاغلی اینفانتینو لوبغالیو ته د ایرانیو ښځو ورتګ ستونزې هوارې لپاره تللی و.

ایرانیانې ولې پر چارشنبې سپینې جامې اغوندي؟

ایران کې یوه مېرمن د لوبې نندارې له کبله په بند محکومه شوې

''ایرانۍ فوټبال مینه والې لوبغالو کې پرېږدئ''

ایراني چارواکو له دې مخکې هم داسې ژمنې کړې، چې ښځو ته به اجازه ورکړل شي، چې د لوبو نندارې لپاره سټیډیمونو ته ورشي، خو تر اوسه دغه ژمنې نه دي عملي شوي.

د انځور حقوق تويټر مجید سعیدي عکاس
Image caption ایراني چارواکو بهرنیو ښځو ته اجازه ورکړې، چې د لوبې نندارې لپاره ایراني لوبغالیو ته ورشي. دغه انځور کې یوه سوریايي پېغله لیدل کېږي، چې ازادي نومي لوبغالي کې د لوبې ننداره کوي او ټیکری یې نه دی پر سر کړی.

د والیبال او باکسټبال په څېر لوبو نندارې لپاره ایراني چارواکو ښځو ته اجازه ورکړې، چې لوبغالي ته ورشي، خو دغه اجازه هم عملاً تل نه وي، بلکې کله نا کله د دغو لوبو له نندارې هم ښځې منع شوې دي.

اړونده مطالب