تاشکند غونډه کې د افغان حکومت غوښتنې

د انځور حقوق ارګ
Image caption د کابل بهیر غونډې انځور

د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې یوه نړیواله دوه ورځنۍ غونډه نن په رسمي توګه پرانیستل کېږي.

افغانستان او ازبکستان دواړه د دې دوه ورځنۍ ناستې کوربتوب کوي.

افغان ولسمشر په دغه غونډه کې له یوه لوړپوړي چارواکي سره ګډون کوي.

په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې او امنیت ترڅنګ له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر مبارزه او سیمه ییزه همکارۍ خبرې کېږي.

افغان چارواکي وايي، په دې غونډه کې دوی هغه ژمنې تعقیبوي چې تېره میاشت د کابل بهیر غونډې ګډونوالو د افغانستان د سولې او امنیت په هکله کړې وې.

په هغه غونډه کې افغان ولسمشر وسلوالو طالبانو ته له مخ شرطونو پرته د سولې وړاندیز وکړ.

حکومتي سرچینې وايي، افغان حکومت هڅه کوي، په دغه غونډه کې د سولې او امنیت لپاره نړیواله او سیمه ییزه اجماع را منځ ته کړي.

افغان حکومت به ټینګار کوي چې سیمه ییزه همکاري پیاوړې او ګډو ترهګریزو ګواښونو سره مبارزه لا همغږې شي.

د مخالفو لورو غونډېدل

دا ناسته په داسې مهال ده چې له بل هر وخت امریکا پر پاکستان فشار زیات کړی.

د ډونلد ټرمپ د نوې ستراتیژي له مخې له پاکستان سره د امریکا مرستې ځنډول شوې، ترڅو وسلوال طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

په ورته مهال په ایران او روسیه د امریکا دا تورونه زیاتېږي چې د داعش په پلمه له طالبانو سره مرستې کوي.

په دغه غونډه کې د دې مختلفو هېوادونو ګډون دا چانس برابروي چې خپلمنځي ستونزې له یو بل سره شریکې کړي.

دا ډول اړوند هېوادونه د مقابل لوري ادعاوو ته ځواب وايي.

د غونډې ګډونوال

په دې ناسته کې د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو، امریکا، برتانیا، روسیې، چین، فرانسې، جرمني، سعودي عربستان، پاکستان ،د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او د افغانستان نورو نړیوالو ملګرو استازي برخه اخلي.

د منځنۍ اسیا دپنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په دې تړاو له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.

کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي د دې ټولنې د بهرني سیاست مشره په دې غونډه کې ګډون کوي.