د پاکستان لومړی وزیر کابل ته ځي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا به کابل ته د ښاغلي عباسي لومړی سفر وي

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي سبا جمعه د لومړي ځل لپاره په رسمي سفر کابل ته ځي.

دواړه لوري هیله من دي چې دغه سفر به د کابل او اسلام اباد خړې پړې اړېکې ښي او د دوی ترمنځ به د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.

ارګ ماڼۍ دغه سفر چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه ترسره کیږي، د دولتونو ترمنځ د خبرو پیل بولي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا پرون په کونړ ولایت کې افغان چارواکو وویل چې پاکستاني جیټ الوتکو دغلته بمباري کړې ده

ولسمشر غني یوه میاشت وړاندې د کابل بهیر په دویمه ناسته کې پاکستان ته د دولتونو په کچه د خبرو بلنه ورکړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دې سفر بلنه د افغان ولسمشر لخوا ورکړل شوې وه

د افغانستان او پاکستان د څو کلنو خړوپړو اړیکو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان تر ټولو لوړپوړی چارواکی کابل ته سفر کوي.

له دې وړاندې د ۲۰۱۵ کال په می کې چې د ملي یووالي حکومت د پيل میاشتې وې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف کابل ته رسمي سفر کړی و.

اوس د ښاغلي شریف ځای ناستی شاهد خاقان عباسي د یو ورځني سفر په موخه کابل ته راځي او دلته له افغان چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، سولې او په بېلابېلو برخو کې پر همکارۍ خبرې کوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، دوی د دغه سفر مثبتو پایلو ته هیله من دي.

په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې کابل او یوشمیر ولایتونو کې د خونړیو ډله ییزو، موټر بم او ځان مرګو بریدونو له امله خړې پړې وې.

افغان حکومت د دغو بریدونو پړه پر پاکستان اچوله او په اړه یې نړیوالې ټولنې او امریکا ته هم پرله پسې شکایتونه کول.

د سویلي اسیا په اړه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوې ستراتیژي کې هم پاکستان د ترهګرو ملاتړی هیواد یاد شو او ترې وغوښتل شول چې خپله خاوره کې د میشتو اورپکو پر ضد کارنده ګامونه واخلي.

د پاکستان د صدر اعظم دفتر هم په یوه خبرپانه کې د شاهد خاقان عباسي سفر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دی به له افغان لوري سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو، د افغان کډوالو خپل هېواد ته ستنېدو او له ترهګرۍ او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې په اړه خبرې وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب