نور محمد تره کی له سیاسته ور هاخوا

د انځور حقوق TARAKI FOUNDATION / BAKHTAR
Image caption نور محمد تره کي د خپلو همفکره ملګرو په مرسته د محمد داود خان نظام ړنګ کړ

پوره څلويښت کاله وړاندې د غویي پر ۷مه نېټه په افغانستان کې د یوې کورنۍ اوږده واکمني د پوځي کودتا له لارې ختمه کړی شوه.

د خلق دیموکراتیک ګوند مشر نور محمد تره کي د خپلو همفکره ملګرو په مرسته د هغه مهال ولسمشر محمد داود خان نظام ړنګ کړ او خپله واک ته ورسېد.

په دې کودتا کې د سردارمحمدخان د کورنۍ ګڼ شمېر غړي او د هغه د کابینې څو وزیران هم ووژل شول.

زه د بي بي سي له همکارانو سره یو ځای د افغانستان د پخواني واکمن نور محمد تره کي پخواني کور ته ولاړم.

دا کور د کابل ښار په څلورمه کارته - شېرشاه مېنه کې دی.

اوس یې د کور شاوخوا ښایسته پخې ماڼۍ او د تُرکي ډېزاین اپارتمانونه جوړ شوي دي.

تره کی
Image caption د نور محمد تره کي کور د کابل ښار په څلورمه کارته - شېرشاه مېنه کې دی.

خو د افغانستان د دغه پخواني ولسمشر کور لا هم هماغسې خوار او په پخوانۍ بڼه ولاړ و.

د تره کي د کور دیوالونه د انسان د قد په اندازه لوړ دي. یوه دروازه یې لویه ده خو بله یې دومره کوچنۍ ده چې یوازې یو کس پرې ننوتلای شي.

د دروازې په خوله کې یوه د سبر ونه ولاړه وه. له هغې وروسته دوه کوچني ښایسته چمنونه وو، چې په منځ کې یې نرۍ لار څلورو خامو خونو ته تللې وه.

د خونو دېوالونو پلن وو او سرونه یې په لرګو په پوښل شوي وو.

د افغانستان د پخواني واکمن دې ۷۰ کلن کور د هیلو او مایوسیو ډېرې کیسې لیدلي دي.

تره کی
Image caption یار محمد تره کی د نور محمد تره کي وراره دی

د تره کي له وراره یار محمد تره کي سره مې اوږد بنډار وکړ. د هغه ځینې خبرې د دې لیکنې په راتلونکو برخو کې لوستلی شی.

نور محمد تره کی له نن څخه ۱۰۱ کاله وړاندې د چنګاښ پر۲۳ د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د نظرمحمد تره کي په کور کې وزېږېد.

نور محمد په ځوانۍ کې کندهار ته ولاړ او هلته ته یې درسونه پیل کړل.

په کندهار کې یې تخلص پاسنی شو. کندهاریان هغه خلک چې له زابل او غزني ورغلي وي، د پاسنیو په نوم یادوي.

تره کي په کندهار کې د درس ترڅنګ کار هم پیل کړ او په یوه شرکت کې میرزا یا مُنشي شو.

له څو کاله لوست ویلو او کار وروسته له پلار سره د بلوچستان پښین ښار ته ولاړ.

نور محمد تره کي به هغه مهال د کوټې، کندهار او غزني تر منځ ډېر سفرونه کول.

په همدې کلونو کې یې کورنۍ تره کي ته کوژده هم وکړه.

میرمن یې هم په قوم تره کې وه او نور بي بي نومیده.

نور بي بي د تره کي د کلي نه وه، بلکې د ناوې ولسوالۍ د سره کلي اوسیدونکې وه.

تره کی د انځور حقوق TARAKI FOUNDATION / BAKHTAR
Image caption تره کي د کندهار او کوټې تر منځ ډېر سفرونه کول

د ۱۹۳۵میلادي کال د مې پر۳۱مه نېټه په کوټې کې یوه سخته زلزله وشوه.

په همدې زلزله کې د نور محمد تره کي پلار له شاوخوا ۶۰ کسانو سره ووژل شو او په پښین کې یې ښخ کړ.

د پلار له مړینې وروسته تره کي واده وکړ. له واده څو کاله وروسته هم په کندهار کې پاتې شو. بیا یې کابل ته کډه وکړه.

لومړی کور یې د کابل په لاهورۍ دروازه کې او دویم یې شېرشاه مېنه کې و.

دا دواړه کورونه یې په کرایه نیولي وو. وروسته یې په څلورمه کارته کې خپل کور جوړ کړ.

دولت هغه مهال د څلورمې کارتې ځمکې دولتی مامورینو ته ورکولی.

په دې اړه کره مالومات نشته چې د دغه کور ځمکه به دولت تره کي ته ورکړې وي، او که به یې له بل چا رانیولې وي.

په دې کور کې د نور محمد تره کې تر څنګ د ده درې وروڼه هم اوسېدل.

تره کی
Image caption تره کي درې وروڼه او دوه خویندې درلودې

مشر یې سلطان محمد تره کی نومېده. کشر یې غلام محمد تره کي نومېده، او تر هغه کشر جان محمد تره کی و.

د دریو وروڼو کورونه په کوچنیو دیوالونو له یو بل نه جلا شوي وو.

نور محمد تره کي دوې خویندي هم درلودلې. یوه یې په پښین کې واده وه او بله یې په پکتیا کې. د هغوی اولادونه لا هم ژوندي دي.

د نور محمد تره کي واره یارمحمد تره کي را ته ویل:

"یوه خونه مې د اکا او د هغه د مېرمني نور بي بي د ناستې پاستې وه. دغه بله یې د دوی د فرزندي زوی احمد جان او د هغه د میرمني وه. درېیمه خونه د ګوندي فعالیتونو لپاره ځانګړې شوې وه او څلورمه بیا د کور سامان او خوراکي توکو ته بېله شوې وه"

د افغانستان د پخواني واکمن په خونه کې مې یوې زړې دېوالي د لرګیو المارۍ ته پام شو.

تره کی
Image caption نور محمد تره کي په دې المارۍ کې خپل اسناد ساتل

یارمحمد پوه شو چې د المارۍ په اړه د مالوماتو تنده راته پیدا شوې ده. راته یې وویل:

"د المارۍ په لوړو خانو کې به د تره کې صاحب د مطالعې کتابونه پراته وو، خو لاندې خانې به یې تل قفل وې. موږ ماشومانو به فکر کاوه چې دلته به یې پیسې پټې کړې وي. خو وروسته خبر شوو چې هلته یې د ګوند اسناد او تشکیلات ایښي وو"

له یار محمد مې وپوښتل چې نورمحمد تره کي څه ډول شخصیت درلود. ځواب یې دا ډول و:

"اکا مې خندانه څېره درلوده. ږیره یې خرېیله. منظمه او پاکه دریشي به یې اغوستې وه. د شپې تر ناوخته به یې لیکل کول، خو سهار وختي به یې سپورټ نه قضا کاوه. شنې چای او غوښه یې نو بېخي ډېره خوښېده"

له یارمحمد مې غوښتنه وکړه چې د خپل تره یوه داسې خاطره راته ووايي چې ډېره ور ته په زړه پورې وي. هغه لږه ساه و ایسته. وروسته یې پر شونډو نرۍ موسکا خوره شوه او زیاته یې کړه.

"تره کي صاحب به د نوروز او کوچني اختر په سهار ټول ورېرونه او ورېرې خپل کور ته غوښتل. د شیدو چای، کېک او کُلچې به یې را کړې. په اختر کې به یې پنځه افغانۍ د اختر مبارکي یا عیدي هم په لاس کې راکېښوده"

تره کی د انځور حقوق BAKHTAR/ TARAKI FOUNDATION
Image caption د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ د ورځو یو جشن

یار محمد کيسه پسې وغځوله.

"کله چې نور محمد تره کی واک ته ورسېد نو په لومړي اختر یې موږ ټول ارګ ته، چې هغه وخت دوی د خلکو کور باله، ور وغوښتو. هماغه د شیدو چای، کېک او کُلچې یې ښه په ماړه نس راباندې وخوړې. اوس نو موږ ټول د اختر د مبارکی، یعنې د پیسو په تمه وو او دا ځل مو نو نتظار دا و چې د تېر پرتله به دا اختر پیسې هم څو چنده ډېري وي. خو تره کي صاحب وویل، بچیانو! زه دلته په نس مزدور یم، پیسې نه لرم. ولاړ شئ دا ځل یې له خپلو پلرونو واخلئ"

دا ځل مې یارمحمد د تره کي د بد خوی په اړه وپوښت. ویل یې، ما یې بد خوی نه دی لیدلی، بلکې د مهربانۍ ډېرې کیسې مې په ذهن کې دي.

یوه بله کیسه یې داسې بیان کړه.

"یوه ورځ یې بادي ټوپک راواخیست. زه یې له ځان سره ملګری کړم. دا اوس چې د شېخ محمد اصف محسني مسجد دی، دلته پخوا یو پارک و. دغه پارک ته یې بوتلم. هلته مې په ونه کې چوغکه یا مرغۍ ولیده. تره کي صاحب ته مې وویل، هغه چوغکه ووله. هغه راته وویل، نه زویه، دغه چوغکه هم ستا غوندې ګلالي اولادونه لري. هغوی ته ډوډي برابروي. راځه یوه نښه کښيږدو. هغه به ښکار کړو. څه فرق پکې دی؟ زه او ته خو خپله نښه پخوو"

تره کی د انځور حقوق TARAKI FOUNDATION / BAKHTAR
Image caption نور محمد تره کی د وینا پر مهال

نور محمد تره کی د یو ښه قلم خاوند هم و. د سنګسار، د بنګ مسافري، سپین او څړه په نومونو یې ناولونه لیکلي. د موچي او بزګر لور په نومونو د لنډو کیسو ټولګې هم لري. خو په افغانستان د تره کي د شخصیت سیاسي اړخ د هغه پر فرهنګي کارونو سیوری کړی. زما هم تلوسه وه چې له یارمحمد سره د تره کي د لومړنیو سیاسي فعالیتونو په اړه وغږېږم.

۵۵ کلن یار محمد له سترګو عینکي لېرې کړې. پر تندی يې لاس تېر کړ. داسې مې حس کړه چې غواړي پر حافظي زور راوړي او د څه باندې نیمې پېړۍ تېرې پېښې ور په زړه کړي.

"د کودتا پر وخت زه به پنځلس کلن وم. خو له نورو مشرانو مې اورېدلي چې د اکا په کور کې به ګوندي مجلسونه جوړېدل. دا مې هم اورېدلي چې د خلق دیموکراتیک ګوند کنګره (۱۳۴۳ لمریز) په همدې کور او په همدې کوټه کې جوړه شوه. د کنګرې غونډه د غرمې ۱۲ پیل شوه او د ماخوستن ۱۲ بجو پورې یې دوام وکړ"

تره کی
Image caption د تره کي فکري بنسټ د علمي او تاریخی لکچرونو لړۍ

یار محمد وایي، د غونډې ۱۲ ساعته دوام په دې مانا نه و چې د کنګرې د ۲۷ غړو تر منځ همغږي نه وه، بلکې هغوی د خپلو موخو او پلانونو په اړه خبرې کولې او تشریحات یې ور کول. بیا یې د جوړو شويو پروګرامونو بېلا بېل اړخونه سنجول.

کور ته راتګ

یار محمد راته دا کیسه هم وکړه چې تر کودتا وروسته څه پېښ شول.

"موږ په کوڅه کې فوټبال کاوه چې کور ته یې وغوښتو. هلته خبر شوو چې اکا مو بندي شوی دی. ټولو ژړل. ځمکه راباندې سره تبۍ شوه. خو شپږ ساعته لا نه وو تېر شوي چې بل خبر راغی چې اکا د افغانستان رئیس جمهور شو. دا نو هغه شېبې دي چې زما هیڅ نه هېرېږي. بیا یې موږ ته وویل، مخ او لاسونه مو پرېولئ چې تره کې صاحب ارګ ته غوښتي یاست. په ارګ کې تره کي صاحب موږ ټولو ته وویل، ګورئ د کافر زامنو! وخت بدل شوی دی. له دې وروسته که مو د خلکو په ودونو، خیراتونو، دولتي موټرو او دولتي دفترونو کې ولیدلی نو پښې به مو در ماتې کړم"

د انځور حقوق TARAKI FOUNDATION / BAKHTAR
Image caption نور محمد تره کی له خبریالانو سره غږېږي

یار محمد کیسه پسې وغځوله.

"د انقلاب پر سهار ډاکتر د اکا د میرمني لاس، چې دولتي سرتېرو ور ټپي کړی و، ور پانسمان کاوه. تره کی صاحب له عسکرو سره یو ځای په یوه جیپ موټر کې کور ته راغی. څېره یې ډنګره شوې وه، دریشي یې خیرنه وه او ږیره یې هم لږه رسېدلې وه. موږ ته یې ویل، وخت کم لرم. ولاړ او حمام یې وکړ. ږیره یې وخرېیله. پاکه دریشي یې واغوسته او وروسته ملي راډیو ټلویزیون ته ولاړ. هلته یې د راډیو او تلویزیون له لارې خلکو ته د نظام د نوي کېدو او د انقلاب د کامیابۍ اعلان وکړ"

یارمحمد وايي، هغه وخت کوچنی و او په دې نه پوهېده چې اکا یې ولې له دې هر څه منع کوي خو اوس پوهېږي چې د تره کي صاحب موخه دا وه چې هسې کورنۍ یې د ده له نوم او واکه ناوړه ګټه وانخلي.

د انځور حقوق TARAKI FOUNDATION
Image caption دا هغه ټانک دی چې د داود خان پر ضد کودتا کې کارول شوی و

په تاریخونو کې د نور محمد تره کي د مرګ په باره کي بېلا بېل روایتونه شته.

خو ما غوښتل پوه شم چې د یوه واکمن کورنۍ څنګه خبره شوه چې نور یې نو د سر سیوری نشته.

د یارمحمد لپاره هم دا پوښتنه دردونکې وه. د ژوند یوه توره ورځ یې ور په زړه کوله. د تندي ګونځې ډېرې شوې. له لږ ځنډ وروسته یې خبرې داسې پیل کړې:

"موږ ټوله کورنۍ د څرخي پله زندان د لومړي بلاک په دویم منزل کې بندیان وو. ټلویزیون ته ناست وو. د ماښام د اتو بجو خبرونو په لومړي خبر کې یې د ولسمشرد مړینې خبره وکړه. هیڅ مو زړه ته نه لوېده. کله چې مو د اکا د ناڅاپي مرګ خبر واورېد، دا چې موږ نوي ځوانان وو نو احساساتي شولو، لومړي منزل ته راکښته شوو. نارې مو کړې او دروازې مو په لغتو وهلې. په دې وخت کې شاوخوا ۳۰ تنه عسکر راغلل. هغوی زموږ په وهلو شروع وکړه. نور نو په ځان نه یم پوهیدلی. خو کله چې مې سترګې پرانیستې، سر مې د مور په غېږ کې و. هغې مې د سر او تندي وینې پاکولې " .