پاکستاني امنیتي ادارو کوټه کې د افغان طالبانو ځینې مشران "نیولي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو غړي

د افغان طالبانو د ځينو سرچینو په خبره پاکستاني امنيتي ارګانونو د بلوچستان په کوټه او شاوخوا سیمو کې له تېرو شپږو اونیو راهیسې د ملا احمدالله ناني په ګډون ددوی یو شمېر نور هم مشران نیولي دي.

ملا احمدالله نانی د افغان طالبانو د رهبري شورا غړی او د ددغې ډلې د جلب او جذب کمیسيون مشر دی چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کابینې وزیر او د هرات او مزارشریف والي هم پاتې شوی.

د طالبانو د سرچینو په خبره، د پاکستان امنیتي ځواکونو ملانانی څلور ورځې وړاندې د کوټې له سټېلايټ ټاون سیمې نه نیولی، خو تراوسه پاکستاني چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل؛ دی په وطن کې دی او په دې تړاو هیڅ معلومات نه لري، خو که يې کوم معلومات ترلاسه کړل، له رسنیو سره به يې شریک کړي.

په کوټه کې د طالبانو ددغو سرچینو په خبره تر ملاناني وړاندې، د افغان طالبانو ځينې نور مشران لکه سليمان آغا او ملا صمد ثاني پنځه يا شپږ اونۍ وړاندې نیول شوي چې یو شمېر نور طالب وسلوال هم ورسره دي، خو د هغوی نومونه لا هم څرګند نه دي.

یوه افغان چارواکي بي بي سي ته وویل ملا احمدالله نانی، سليمان آغا او ملا صمد ثاني درېواړه د طالبانو پخواني مشر ملا اختر منصور ته ډېر نژدې وو او د طالبانو د نوي مشر ملاهبت الله اخندزاده د امیر ټاکلو مخالفت یې کاوه نو ځکه يې پاکستان پرضد دا ګام واخیست.

خو د طالبان یو ویاند زبیع الله مجاهد دغه ادعاوې ردوي.

د ملاناني په ګډون یو شمېر نور طالب مشران هم پاکستان نیولي چې نومونه يې لاهم څرګند نه دي. دغه سرچینې زیاتوي، د ملاناني تر نیول کېدو وروسته ډېری نورو طالب مشرانو چې په کوټه او شاوخوا سیمو کې اوسېدول، ځانونه پټ کړي.

د بلوچستان د سرښار کوټې سټېلايټ ټاون، پښتون اباد، خروټ اباد او کچلاغ هغه سیمې دي چې له مودې راهیسې په کې د افغان طالبانو د شتون خبرې کېږي، خو پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو بیا بیا دا خبرې ناسمې بللې دي.

د افغان طالبانو ځينو غړو د نوم نه ښوولو په شرط بي بي سي ته ويلي، په کوټه او د بلوچستان په نورو پښتون مېشتو سیمو کې د افغان طالبانو مشران يو ځل بیا پټ شوي او په دې لاهم نه دي خبر چې ولې يې پاکستان پرضد دغه ګام واخیست.

شاوخوا یو کال وړاندې چې په کوټه او نورو سیمو کې د نامعلومه کسانو لخوا د افغان طالبانو هدفي وژنې پېل شوې، هغه مهال هم د دوی ډېری مشران همداسې پټ شوي و.

په دغو بریدونو کې د ملا عبدالله ذاکري او ملا نورالله په ګډون د افغان طالبانو یو شمېر مهم قومندانان ووژل شول.

ورته مطالب