د کندوز ښار کې د جګړې له کبله د اوښتو زیانونو ارزونې کمېسیون کار پیلوي

Image caption له لس ورځنۍ جګړې وروسته کندوز کې د اوښتي مالي زیان ارزونه کېږي

کندوز ښاریانو بېرته په خپل ښار او بازار کې ورځنی ژوند پیل کړ او د ښار پاکولو چارې پیل شوي.

د ښار۶۰ سلنه برخه د جګړې له پاتې شونو پاکه شوې او د واټونو وینې یې وینځلي دي.

بله غاړه د کندوز د زیانونو د ارزولو دولتي کمېسیون هم په کار پیل کوي.

د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغو جګړو کې شاوخوا ۸۲ دوکانونه سوځیدلي او ۱۵۰ کورنه ړنګ شوي دي.

مصطفی سالک له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، چې ښايي په کندوز کې به د نني سهار لمر د تېرو لسو ورځو له لمرونو سره توپیر درلود، ځکه چې د ښار ډېری هټۍ پرانستل شوې وې او خلک د لس ورځنۍ جګړې له لوګیو راوتلي وو.

Image caption کیدی شي کندوز کې د اوښتي مالي زیان کچه ډېره وي

د کندوز ښاروال نجیب الله عمرخیل وویل چې ۶۰ سلنه ښار یې له ماتو ښیښو، خاورو او د جګړې له نورو پاتې شونیو پاک کړی دی.

تر لس ورځنۍ جګړې وروسته ، چې نن کندوز ښاریان، له کورونو بهر ووتل نو د ښار مالي زیانونو ته یې هم پام شو. ولایتي چارواکي وايي ړومبي معلومات یې دادي چې په دې جګړه کې ۸۲ دوکانونه او ۱۵۰کورونه سوي او ړنګ شوي دی.

یوه سوداګر حاجي نایب وویل چې ده ته دروند مالي زیان اوښتی. هغه د ټولو مالي زیانونو کچه شاوخوا ۷ میلیونه ډالره یاده کړه. خو کیدی شي د زیانونو کچه بدلون بیامومي او ډېر شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption حکومت ۷۰ میلیونه افغانۍ کندوز ولایت ته ځانګړې کړي، چې تر ډېره به پر بې ځایه شویو کډوالو ولګول شي

حکومت ۷۰ میلیونه افغانۍ کندوز ولایت ته ځانګړې کړي، چې تر ډېره به پر بې ځایه شویو کډوالو ولګول شي، ځکه چې زرګونه کسان د کندوز د جګړې له کلبه بې ځایه شوي دي.

جمهور ریس اشرف غني هم له بېلو بنسټونو جوړ کمېسیون پر دې ګومارلی چې د کندوز د جګړې زیانونه وارزوي.

کندوز چې پخوا نژدې نیم صنعتي ښار و، اوس هم د افغانستان لپاره خورا ډېر سوداګریز او اقتصادي ارزښت لري.

دغه بندري ښار افغانستان له تاجکستان سره تړي چې هم له دې لارې افغانستان خپل صادرات استوي او هم واردات رالیږدوي.

ورته مطالب

د بي بي سي په نور پاڼو کې