طالبانو سره د سولې بهیر ملاتړ لپاره افغانستان کې د سیاسي مشرانو "اجماع"

د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلي غني د خپلې ولسمشرۍ پرمهال دا ډول ناستې ډېرې کمې جوړې کړي، خو اوس یې تصمیم نیولی دا ډول ناستو ته ډېر سیاسي مشران وروبولي

افغانستان کې د اورپکو د بریدونو له زیاتوالي سره ولسمشر محمد اشرف غني له سیاسي مشرانو سره د ناستې په ترڅ کې هڅې پیل کړي چې په دغه هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره "سیاسي اجماع " رامنځته کړي.

کومو کسانو چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د تېرې ورځې په ناسته کې (پنجشنبه، میزان ۲۲مه) ګډون درلود بي بي سي ته ویلي؛ د ملي یووالي حکومت پرېکړه کړې چې په هېواد دننه سیاسي اجماع رامنځته کړي.

د ملي انسجام ګوند مشر او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې پخواني رییس صادق مدبر بي بي سي ته وویل، دا ناسته د جهادي مشرانو، سیاسي ګوندونو او د پخواني حکومت د مهمو چارواکو په ګډون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

هغه زیاته کړه؛ په دغه ناسته کې ټولو ګډونوالو د سولې له لارې د امنیت ټینګښت پر بهیر ټینګار وکړ، خو ددې موضوع پر جزییاتو خبرې ونه شوې.

* "د وروستيو ناامنيو لوی لامل پر پوځي دندو د غير مسلکي کسانو ګومارل دي"

* غني: طالبان دې یا له القاعدې سره شي یا عادي افغانان

* طالبان: له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ګډون نه کوو

په دې وروستیو د ملي یووالي حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د سولې تړون لاسلیک کړ او په دې ناسته کې ددې تړون له عملي کېدو ملاتړ وشو.

همداراز یوه پخواني جهادي قومندان محمد امین وقاد چې په دغه ناسته کې برخه لرله وویل، د پرون ورځې ناستې ګډونوالو پر حزب اسلامي او مشر یې د لګېدلو بندیزونو پر لرې کېدو او همداراز د ملا رسول په مشرۍ طالبانو سره د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

ښاغلي وقاد زیاته کړه؛ په هېواد کې د ملي یووالي ساتنه او پیاوړي کول هم هغه موضوع ګانې وې چې په دې ناسته کې پرې ټینګار وشو، ترڅو له یوې خوا نارضایتي کمه شي او له بلې خوا د دولت او ملت ترمنځ فاصله کمه شي.

د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلی غني د افغانستان له یو شمېر سیاسي مشرانو سره په ارګ کې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ ولسمشرۍ ماڼۍ کې په بله وړه ناسته کې، په کابل او بلخ کې د تاسوعا او عاشورا د بریدنو قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، پر "همدردۍ" او د "افغانستان په ټولنه کې پر مذهبي یووالي" ټینګار وشو.

د تاسوعا په ماښام کابل کې د سخي پر زیارت د وسله والو برید ۱۶ کسان او د عاشورا په ورځ په شمالي ولایت بلخ پر د ویرجنو پر لاره بمي برید ۱۴ کسان ووژل.

که څه هم د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ددغو بریدونو مسوولیت پرغاړه واخیست، خو د دغو بریدونو د فرقه ای ماهیت په دلیل، افغانستان کې ځینې سیاستوالو او مذهبي مشرانو یې پر پایلو اندېښنه وښوده.

د ملي یووالي حکومت او سیاسي مشران په داسې مهال د ټولنې پر یووالي ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو په شمال، سوېل او لویدیځ کې پر څو ښارونو د خپلو بریدونو زیاتوالي سره پر حکومت ډېرې نیوکې راپارولي دي.

خو ولسمشر غني دغو مشرانو ته ویلي؛ "د افغانستان د پرمختګ او پراختیا دشمنانو غوښتل د وارسا او ورپسې د بروکسل کنفرانس او همداراز له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسته راوړنې کمرنګه وښيي."

ښاغلي غني زیاته کړه؛ "موږ له سیمه ییز او له سیمې ورپورې ترهګرۍ سره په جګړه کې یو او تل د افغانستان دښمنانو هڅه کړې د سیاسي قشر ترمنځ نفاق رامنځته کړي، زموږ ملي یووالي زیانمن کړي."

* غني: د طالبانو پرځای دې له پاکستان سره سوله وشي

* غنی: سولې پروګرام دوه اړخه لري، طالبانو او پاکستان سره سوله

په وروستیو ورځو کې چې د هېواد په شمال کې د کندوز ښار، په سوېل کې لشکرګاه او ارزګان او په لویدیځ کې د فراه ښار د طالبانو د سختو بریدونو شاهدان و، دولتي چارواکو ویلي چې اورپکي په شا تمبول شوي دي.

ورته مطالب