د افغانستان کرنې وزارت د ۳۰ کانالونو د جوړولو تړون لاسليک کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان د اوبو شتمنې سرچينې لري خو د دغه هېواد سيندونه په ختيځ، لوېديځ او شمال کې د ګاونډيو هېوادونو په لوري بهېږي.

اوس مهال اوبو د افغانستان په اقتصادي سياست کې يوه ستراتيژيکه بڼه غوره کړې ده. په دې وروستيو کې افغان حکومت د اوبو د سمبالښت په موخه د بېلابېلو پروژو اعلان کړی دی.

د همدغه بهیر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د سمبالښت په نامه بنسټ سره د ۳۰ وړو کالونو د جوړېدو تړون لاسليک کړ.

د دغه بنسټ مشر پرويز احمد ناصري وايي، دغه کانالونه به ۶۱ زره هکتاره ځمکه خړوبوي چې ۲۵ زره کسان به ترې ګټه پورته کړي.

د افغانستان د کارېزونو تاریخي اهمیت

د ځمکې په چاپیریال کې بدلونونه د ناسا له نظره

کونړ سیند زرګونه جریبه د کروندې وړ ځمکه لاندې کړې

د نوموړي په وينا، دغه ټولې ۳۰ د اوبو لګولو پروژې د ۲۵۰ ميليونو افغانيو په ارزښت باندي دي، او هغه ځمکې چې پخوا نه خړوبېدې د دې پروژو تر عملي کېدو وروسته به تر خړوب لاندې راشي.

ورته پروژه پخوا په لغمان ولایت کې هم پلي شوې وه. د يوه کروندګر په وينا ستونزه يې اوس تر پخوا هواره شوې ده.

دغه پروژې په پنځو ولایتونو بلخ، جوزجان، سمنګان، پروان او هرات کې پلې کېدونکې دي چې په شپږو مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

د کرنې وزارت د اوبو د برخې مشر حسيب پاياب وايي، افغانستان تر ۸ میليونو هکتارو کرنيزه ځمکه لري چې شاوخوا نيمايي يې للمي او نوره يې تر اوبو لاندې ده.

افغانستان د اوبو شتمنې سرچينې لري خو د دغه هېواد سيندونه په ختيځ، لوېديځ او شمال کې د ګاونډيو هېوادونو په لوري بهېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پام کې ده چې دا پروژې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پلې شي.

د اوبو د برخې کارپوه عزيز رفعي وايي، سره له دې چې د اوبو د سمبالښت په برخه کې کار شوی خو وايي افغانستان د اوبو ملي تګلاره نه لري چې له مخه يې په کور دننه او له ګاونډيانو سره د اوبو ستونزې هوارې کړي.

د نوموړي په وينا "موږ د اوبو د تخنيکي لګښت او کرنيزه لګښت لپاره بېلې تګلارې جوړې کړې خو افغانستان د اوبو يوې داسې ملي تګلارې ته اړتيا لري".

د ۳۰ کانالونو پروژه د هغو ۲۰۰ پروژو له تولګو ده چې د کرنې وزارت د ۱۳۹۵ کال لپاره پلان کړې.

تر دې مهاله ۳۱ پروژې بشپړې شوې، پر ۱۱۸ کار روان دی او همدا راز د ۵۰ نورو پروژو کار ژر پيلېدونکی دی.

په پام کې ده چې دا پروژې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پلې شي.

همدا راز د اوبو او برېښنا وزارت هم د ۲۱ لویو او وړو بندونو د جوړلو خبر ورکړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب