زابل کې د ملي راډيو ټلويزيون خبريال وژل شوی

د انځور حقوق Sharafat
Image caption یعقوب شرافت د زابل د شنکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و، ۲۳ کاله عمر يې درلود

يو افغان خبريال د افغانستان جنوب کې په يوه بريد کې وژل شوی دی.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، محمد يعقوب شرافت د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون خبريال و چې د دغه ولايت په مرکز کلات کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

عیني شاهدان وایي یعقوب شرافت خپله مېرمن د غاښونو د درملني یوه روغتیایي مرکز ته بېولې وه، چې د تګ پر مهال د وسله والو تر برید لاندې راغی.

ويل کېږي، وسله والو په بې غږه تومانچې پرې څلور ډزې کړې، چې دوې یې پر سره یوه یې پر مخ او بله یې پر غاړه لګېدلې دي.

یعقوب شرافت ۲۳ کاله عمر دردلود، د زابل د شنکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و چې مېرمن او يوه لور ترې پاتې ده.

نوموړي له تېرو څلور کلونو راهيسې د کندهار او کابل ملي ټلویزیونونو سره د فریلانس خبريال په توګه کار کاوه.

د انځور حقوق facebook
Image caption څه موده وړاندې محمد يعقوب شرافت په خپله فېسبوک پاڼه دغه شعر ليکلی و

د زابل ولايت د ملي راډيو ټلویزیون د ادارې مشر مختار امیري وایي، یعقوب شرافت یوازې یوه اونۍ وړاندې په رسمي توګه د زابل په ملي ټلویزیون کې دنده پیل کړې وه.

ښاغلی امیري وایي، یعقوب شرافت خپلې دندې ته ژمن خبریال و او د ده په خبره وړاندې یې هېڅکله هم داسې شکایت نه و کړي، چې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل کېږي.

یعقوب شرافت له ۱۲ ټولګي فارغ و او اوسمهال د زابل د عالي دارالمعلمین د لومړي کال محصل هم و.

افغانستان يو له هغو هېوادونو دی چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې په کې تر سترګو کېږي.