افغان چارواکي: حکومتي پلاوي له یوشمېر لوړپوړو طالب مشرانو سره لیدنې کتنې کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر غني مرستیال ویاند وايي حکومت د سولې د خبرو په هڅو کې دی او له ټولو فرصتونو به په دغه لاره کې کار اخلي

کابل کې افغان چارواکي وايي، له وسله والو طالبانو سره یې د سولې بې ثباته حالت کابو کړی او په وروستیو ورځو کې حکومتي پلاوي له یوشمېر لوړپوړو طالب مشرانو سره لیدنې کتنې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د بي بي سي سید عبدالله نظامي ته ویلي ''په قطر کې له طالبانو سره ناستې شوي دی. دغه سرچینه وايي ''د افغانستان ملي امنیت ادارې مشرمعصوم ستانکزی د سولې د خبرو په دغه بهیر کې ښکېل دي ولسمشرغني دوی ته دنده سپارلې چې د سولې له هېڅ راز فرصته په شا نه شي.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي اعلامیه کې دغه رپوټونه رد کړي دي

وړاندې د بریتانیا 'ګارډين'' ورځپاڼې خبر ورکړی و چې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر سمبالوونکو د کابل ادارې له مهمو مشرانو سره لیدلي او د کوټې د شورا د یوه مخکښ غړي له خولې ویل شوي دي چې د طالبانو د بنسټګر مشر ملا محمد عمر د ورور ملا عبدالمنان اخند په ګډون ځينې طالبان مشران قطر ته د سولې د خبرو په نیت ورغلي وو.

بل لور ته طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي اعلامیه کې دغه رپوټونه رد کړي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی نه له معصوم ستانکزي او نه هم د افغان حکومت له کوم بل چارواکي سره لیدلي دي.

د ملارسول په مشرۍ د طالبانو ډله وايي، که د بهرنیانو وتل تضمین شي وسله ږدو!

طالبانو سره د سولې بهیر ملاتړ لپاره افغانستان کې د سیاسي مشرانو "اجماع"

پاکستاني امنیتي ادارو کوټه کې ځینې افغان طالب مشران "نیولي"

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال بي بي سي ته وویل حکومت د سولې د خبرو په هڅو کې دی او له ټولو فرصتونو به په دغه لاره کې کار اخلي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوه سرچینه وايي د افغانستان ملي امنیت ادارې مشرمعصوم ستانکزی د سولې د خبرو په دغه بهیر کې ښکېل دي

''موږ د سولې لپاره د قوانینو په چوکاټ کې هررنګ قربانۍ او هلو ځلو ته ولاړ یوو او د یوې بین الافغاني پروسې د مخ ته وړلو لپاره هڅې کوو، زموږ دا ډول کوښښونه روان دي.''

ښاغلي مینه پال د دې پوښتنې په ځواب کې چې جګړه لاسخته شوې نو اوس ولسمشر غني ته لومړیتوب څه شی دی جګړه او که سوله؟

نوموړي زیاته کړه ''موږ د خلکو دفاع کوو نو ځکه له جګړه کوونکو سره جګړو کوو او څوک چې د سولې خوا ته دي موږ ورسره سولې ته چمتو یوو یعنې دواړه زموږ لومړیتوبونه دي.''

د طالبانو غبرګون

طالبانو د سولې د خبرو په تړاو دغو لیدنو ته په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی، خو وايي څه ډول چې جګړه روانه ده سیاسي فعالیتونه یې هم ولاړ نه دي.

افغانستان کې دا میاشت جګړې تربل هروخت تودې شوي. په تېرو څو میاشتو کې طالبانو هڅه وکړه چې یو شمېر ولایتي مرکزونه هم لاندې کړي.

د سختو نښتو پایله کې حکومت وتوانېده ولایتونه د بایللو له ګواښه وژغوري، خو سرخوږی ورته لا هم په مخکې دی.

د هلمند، فراه، روزګان او کندوز ښارونه د طالبانو له بریدونو خوندي نه دي.

داسې مهال د حکومت او طالب مشرانو ليدنې خورا مهمې او د پام وړ بلل کېږي.

ورته مطالب