د هرات ولایتي شورا غړی عسکر انوري په اعدام محکوم شوی

د انځور حقوق هرات محکمه
Image caption دغه محکمه په علني توګه تر سره شوه

د هرات ولایتي شورا یو غړی ته سړي تښتتونه کې د لاس لرلو په تور د هرات محکمې له لوري د اعدام سزا ورکړل شوې.

محکمې دوه نورو کسانو ته د لسو او یوه کال بند سزا ورکړې. عسکر انوري د محمد شاه ایماق تښتولو په تور هرات پولیسو نیولی و، چې نن محاکمه شو.

ښاغلی ایماق دا وروستیو کې له هغه وروسته، چې تښتونکو یې له خپلوانو دوه میلیونه افغانۍ واخیستی د هغو له لوري ووژل شو. افغان امنیتي ځواکونو اووه کسان د سړي تښتولو په تور نیولي وو.

نن په هرات کې د ښاري محکمې د خلکو، څارنوالانو او خبریالانو په شتون کې تورن کسان په علني توګه محاکمه کړل.

د هرات ښاري محکمې مشر محمد شعیب ابراهیمي وايي د محکمې حکم وروستی نه دی او محاکمه شوي کسان د استیناف غوښتنې حق لري.

هرات کې د سړي تښتونې د پېښو کره شمېرې نه شته، خو دا وروستیو کې د سړي تښتونې ډېرو شویو پېښو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

دغو پېښو کې یو شمېر کسان وژل شوي، ځینې امنیتي ځواکونو راخوشي کړي او یو شمېر نور بیا د پېسو بدل کې خوشي شوي او داسې کسان هم شته، چې لا هم تري تم دي.