مېرمنې د نارینه وو په لاس ورانه ماڼۍ رغوي

Image caption نژدې څلور سوه کاریګر د ماڼۍ په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي. له دې ډلې شاوخوا ۸۰ تنه یې انجینران دي چې شل تنه یې ښځینه دي.

افغان حکومت وایي د دارالامان تاریخي ودانۍ بیارغونې ته یې له له ۱۶ تر ۲۰ میلیونو ډالر بېل کړي دي.

کابل کې د دارالامان ماڼۍ ددې نسل لپاره یوازې له جګړو پاتې یوه نښه ده چې له ریبل شویو بازوګانو یې د ناورین کیسه لیدلی شئ.

دا ماڼۍ د امان الله خان پاچا په وخت کې جوړه شوې وه. هغه مهال امان الله خان ترې د دوو کالو لپاره د دولتي دستګاه په توګه کار واخیستو وروسته بیا د ډاکټر نجیب الله حکومت کې دفاع وزارت دې ماڼۍ کې فعال و. خو دا ودانۍ د افغانستان د ۷۰ او ۸۰ لسیزو په جګړو کې ویجاړه شوه. د۱۵۰ خونو لرونکې دا ودانۍ داسې ویجاړه شوه چې بیاځل د څه لپاره ونه کارول شوه.

د دارالامان ماڼۍ په انځورونو کې

د دارالامان ماڼۍ بیارغونه پیل شوه

افغان دولت د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې کار شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل کړ. د ولسمشر غني دا چاره له غبرګونونو سره هم مخ شوه. غني ویل د جګړو نښې له منځه وړي او د نورو دلیل دا و چې دا ړنګه ماڼۍ دې د ناورین نښه او تاریخ پرېښودل شي.

Image caption دا ماڼۍ د جرمني انجینرانو په مرسته چې نقشه یې هم د هغه هېواد وه په ۱۳۰۴ - ۱۳۰۶ لمریزو کلونو کې جوړه شوې وه اوس هم بېرته په پخوانۍ بڼه جوړېږي.
Image caption د دې ماڼۍ د بیارغونې ۲۵ سلنه کار د ښځینه وو له خوا مخ ته وړل کېږي.

نژدې څلور سوه کاریګر د ماڼۍ په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي. له دې ډلې شاوخوا ۸۰ تنه یې انجینران دي چې شل تنه یې ښځینه دي.

د ماڼۍ پر لوی دیوال په غټو کرښو لیکل شوي (موږ کولی شو) شعار هغو ته ور په زړه کوي چې انګیري ویجاړي اسانه او وداني به نه شي.

ښځینه کارکوونکې

د ماڼۍ په یوه څنډه کې ښځینه انجینرانې چې سپینې محافظتي خولۍ یې په سر وې، په خپلو کې د ودانۍ په نقشه غږېدې.د دې ماڼۍ د بیارغونې ۲۵ سلنه کار د ښځینه وو له خوا مخ ته وړل کېږي.

'پارکور' لوبې؛ د دارالامان ټپي ټپي ماڼۍ لمن کې د سولې پیغام

دا ماڼۍ د جرمني انجینرانو په مرسته چې نقشه یې هم د هغه هېواد وه په ۱۳۰۴ - ۱۳۰۶ لمریزو کلونو کې جوړه شوې وه اوس هم بېرته په پخوانۍ بڼه جوړېږي.

خو ځوانه انجینره صوفیه روشن وایي دا ددې پلوۍ وه چې له پخوانۍ نقشې سره یې نوې هغه هم یوځای شي:

Image caption د ماڼۍ په یوه څنډه کې ښځینه انجینرانې چې سپینې محافظتي خولۍ یې په سر وې، په خپلو کې د ودانۍ په نقشه غږېدې
Image caption افغان دولت د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې کار شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل کړ.

''د ماڼۍ بېرته رغولو کې که د انجینرۍ له نوې بڼې هم ګټه واخیستل شي، کېدای شي ښکلا یې نوره هم ډېره شي زما لپاره یوه ښه تجربه ده چې د داسې یوې تاریخي ماڼۍ په بیارغونه کې کار کوم.''

د دې پروژې مرستیال او نقشه جوړوونکی انجینر حمیدالله محمدي وایي د ماڼۍ لومړي کارونه چې دوه میلیونه ډالره ورته ځانګړي شوي و ۹۰ سلنه پای ته رسېدلي دي:

''د پیل کار مو نقشې جوړول او خوازه بندول و چې دا کارونه مخ په خلاصېدو دی.''

افغان دولت د دارالامان ماڼۍ بیارغونې ته ۲۰ میلیونه ډالر اټکل کړي دي. د ښار جوړونې وزارت مرستیال او د پروژې مشر سید ضیاژ حسیني وایي د ودانۍ کارونه به په پنځو کلونو کې پای ته ورسېږي:

Image caption خو دا ودانۍ د افغانستان د ۷۰ او ۸۰ لسیزو په جګړو کې ویجاړه شوه.
Image caption د۱۵۰ خونو لرونکې دا ودانۍ داسې ویجاړه شوه چې بیاځل د څه لپاره ونه کارول شوه

د امان الله خان هیله

''د را روان کال لپاره شاوخوا څلور میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو که پیسې په وخت راورسیږي د بیا رغونې کارونه به په پنځو کلونو کې پای ته ورسېږي.''

شاه امان الله پلان درلوده د حکومتي ودانیو لویه برخه به همدغلته په درالامان کې وي، ولسمشرغني د شاه ارمان ته ولاړ دی وايي دې به همداسې وکړي او حکومتي ادارې به تر ډېره دغه سیمې ته ولېږدوي.

له اماني ماڼۍ سره په خوا کې یو بله نوې جوړه شوې ودانۍ ددې هېواد د ملي شورا ده او که له هوا یې انځور ګورئ دواړې ودانۍ دارالامان لکه بې وزلې بې سینګاره پېغله او د ملي شورا هغه نوې او په ټوله معنا جوړه داسې، خو موده وروسته د دواړو ښکلا د سیالۍ کېدای شي.

Image caption کابل کې د دارالامان ماڼۍ ددې نسل لپاره یوازې له جګړو پاتې یوه نښه ده چې له ریبل شویو بازوګانو یې د ناورین کیسه لیدلی شئ.
Image caption دا ماڼۍ د امان الله خان پاچا په وخت کې جوړه شوې وه.
Image caption د ماڼۍ پر لوی دیوال په غټو کرښو لیکل شوي (موږ کولی شو) شعار هغو ته ور په زړه کوي چې انګیري ویجاړي اسانه او وداني به نه شي.

ورته مطالب