کابل کې د 'سیوري' ننداره، وړاندې کوونکې یې مېرمنې

Image caption د دې ډلې غړي وایي د هنر مینه وال یې ډېر دي او هڅول کېږي.

په کابل کې یوې ډلې ځوانو هنرمندانو د "سیوري" د تیاتر نندارې پیل کړې، چې ‎تر ډېره یې ترسره کوونکې ښځینه دي. دوی افسانوي کیسې نندراې ته وړاندې کوي.

د دې ډلې غړي وایي د هنر مینه وال یې ډېر دي او هڅول کېږي. نصیر بهزاد دغې نندارې ته ورغلی او دغه راپور او انځورونه یې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راستول دي.

د کابل لوېدیځه څنډه جمال مېنه کې د شپې د تیاتر یوې نندارې ته ورغلم، د شپې تیاره خوره ده، یوه ډله هنرمندان چې تر ډېره نجونې وې، د نندارې لپاره یې څراغونه روښانه کول. د دې شپې ننداره د څلویښتو نجونو یا "چهل دختران" افسانوي کیسه وه.

نندارچیان په خورا لېوالتیا نندارې ته ځیر وو او هغې برخې ته یې شېبې شمېرلې چې څلوېښت نجونې له لوړ غره لوېږي.

"میم" ډله

په افغانستان کې د فرهنګ کور په نوم بنسټ د دې هنرمندانو د راټولېدو ځای دی. هغه کسان چې په دې برخه کې روزل شوي د پردې تر شا پلاستیکي نانځکې د پروجکټور پرمخ له سندرې سره یوځای نڅوي.

Image caption د دې شپې ننداره د څلویښتو نجونو یا "چهل دختران" افسانوي کیسه وه.
Image caption په افغانستان کې د فرهنګ کور په نوم بنسټ د دې هنرمندانو د راټولېدو ځای دی.

په کابل کې طاهره رضایي د "میم" په نوم د دغې لس کسیزې ډلې غړې ده. دوه کاله وړاندې یې د سیوري تیاتر په برخه کې زده کړې کړي، وایي د افسانوي کیسو تمثیل د سیوري په مرسته ګران خو په زړه پورې کار دی:

"کار مو ستونزمن دی؛ ځکه د لاسونو د حرکتونو او د نانځکو په نڅولو باید لیدونکو ته د کیسې بڼه وښیو، موږ د پردې تر شا یو دا تیاتر په شپه کې ترسره کېږي که د ډار شېبه وي نو نانځکې حالت باید د ډار وي که د جنګ حالت وي نو هم دغسې نو یو څه ستونزمن دی."

نا امني، اقتصادي او ټولنیز خنډونه د دې ډلې بنسټیزې ننګونې دي، خو دا چې ترسره کوونکي یې له دې برخې سره مینه لري وایي د شپې له تیارو او ننګونو نه وېرېږي.

د فاطمې لپاره همدا هیله ده چې د یوې مبارزې ښځې په څېره کې راڅرګندېږي - سره له دې چې مبارزه یې افسانوي ده. په دې ننداره کې یې د نانځکې په مرسته د شیرنې رول لوبولی:

Image caption هغه کسان چې په دې برخه کې روزل شوي د پردې تر شا پلاستیکي نانځکې د پروجکټور پرمخ له سندرې سره یوځای نڅوي.
Image caption نا امني، اقتصادي او ټولنیز خنډونه د دې ډلې بنسټیزې ننګونې دي، خو دا چې ترسره کوونکي یې له دې برخې سره مینه لري وایي د شپې له تیارو او ننګونو نه وېرېږي
Image caption د دې ډلې بنسټګر کاوه ایریک وایي ملاتړ یې نه شته دی او جیبونه یې هم تش نو تر ډېره یې د تمثیل ترسره کول د نندارچیانو په مالي ملاتړ کېږي

"کله مو چې مشر ماته دا کیسه تشریح کوله نو د شیرنې رول مې ډېر خوښ شو د خوښۍ احساس مې کاوه چې داسې مبارزه ښځه ده نو په ډېرې لېوالتیا مې ترسره کړ."

دا هنرمنده ډله دوه کاله کېږي چې کار کوي. په بېلابېلو ولایتونو کې یې شاوخوا ۳۰ تنه روزلي دي.

د دې ډلې بنسټګر کاوه ایریک وایي ملاتړ یې نه شته دی او جیبونه یې هم تش نو تر ډېره یې د تمثیل ترسره کول د نندارچیانو په مالي ملاتړ کېږي:

"بودیجوې برخه کې مو ستونزې ډیرې دي هېڅ، بنسټ او ادارې موږ سره مرسته ونه کړه، نو له خلکو مو مرسته وغوښته ددې تیاتر هر مینه وال تر خپلې وسې مرسته وکړه او لومړنۍ بودیجه مو پیدا کړه."

Image caption نندارچیان په خورا لېوالتیا نندارې ته ځیر وو او هغې برخې ته یې شېبې شمېرلې چې څلوېښت نجونې له لوړ غره لوېږي.

د سیوري تیاتر لومړی ځل په چین کې پیل شوی، خو کابل ته دې ډلې له ایران نه راوړی.

تر هغې چې دا تیاتر په خلکو کې عام شي وخت غواړي او له ډېرو پړاوونو به تېروي.

د میم په نوم دې ډلې چې دوه کاله کېږي کار یې پیل کړی تر دې دمه یې کابل کې څلور ځله د دې تیاتر ننداره خلکو ته وړاندې کړې ده.

Image caption د سیوري تیاتر لومړی ځل په چین کې پیل شوی، خو کابل ته دې ډلې له ایران نه راوړی
Image caption تر هغې چې دا تیاتر په خلکو کې عام شي وخت غواړي او له ډېرو پړاوونو به تېروي.

اړونده مطالب