د احمد الهام مړینه؛ د کندوز د جګړې د خبریال غږ ورک شو

Image caption احمد الهام

د خپل کاري ژوند په بهیر کې مې له ډېرو ځورونکو خبرو یو د خپل همکار احمد الهام د مړینې خبر و. وړمه ورځ مې د کاري ورځې په پای کې ولید، چې موسکی و.

ترې ومې پوښتل، ''ته چې کابل ته راشې کندوز کې ارومرو یوه پېښه شوې وي، بیا خو د کندوز ښار کې جګړه نه ده نښتې؟

ځواب یې و "دلته هرڅه امکان لري."

ښایسته جامې یې اغوستې وې. تل به یې توجه خپلو مسوولیتونو ته وه. د بي بي سي پښتو، دري او بي بي سي پښتو ټلویزیون لپاره یې له هېڅ ډول معلوماتو ورکولو مخ نه اړاوه.

د بي بي سي خبریال احمد یما ترافیکي پېښه کې مړ شوی

د هغه خندانه څېرمه مې نن هېڅ له ذهنه نه وځي.

احمد یما شیرزاد په پیل کې د احمد الهام او بیا د یما شیرزاد په نامه د بي بي سي پښتو او دري برخو ته رپوټونه چمتو کول.

د افغانستان د شمال، په تېره بیا جنګ ځپلي کندوز شېبه په شېبه خبرونه به یې ورکول.

تېره شپه د شمالي بغلان ولایت په یوه اړونده سیمه کې کندوز ته د سفر پرمهال د ترافیکي پېښې له کبله ومړ. احمد الهام کندوز ته روان شو، خو بیا یې د کندوز پر شنو درو سترګې ونه لګېدې.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت وايي، احمد یما تېر ماښام هغه ته تیلیفون وکړ او په پام کې وه چې له ځینو نورو خبریالانو سره یې د شپې مېلمه شي، خو دې پېښې د یارانو او ملګرو له روغبړه بې برخې کړ.

احمد یما له پېښې وروسته د پلخمري روغتون ته ولېږدول شو، د پولیسو ویاند وايي، اروښاد روغتون کې نژدې څلور ساعته بستر و، خو د ډېرې وینې د ضایع کېدو له کبله یې ساه ورکړه.

ښاغلی بشارت وايي، تېر ماښام - د دوشنبې ورځ (لړم ۱۰مه) پلخمري ښار ته څېرمه د سړک د خرابوالي له کبله له سړکه ووت او یوې کندې ته ولوېد. بشارت زیاتوي، د احمد سر سخت ټپي شوی و او یوه ګرده یې ډېره خرابه شوې وه، د پلخمري د روغتون ډاکټرانو د هغه د ژغورلو هڅه وکړه، خو کومه ګټه یې ونه کړه.

د انځور حقوق FB
Image caption احمد په وروستۍ لسیزه کې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو تحقیق پیل کړی و، خو نیمګړی ترې پاتې شو

د احمد د مسلک ملګرو او خبریالانو سربېره، ګڼو مدني فعالانو او دولتي چارواکو د هغه مړینه یوه لویه "ضایعه" وبله.

د افغانستان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او د ولسمشر جګپوړي سلاکار نادر نادري د الهام پر مړینې د هغه له کورنۍ او همکارانو سره غمشریکي ښودلې ده.

احمد الهام د افغانستان شمال تر ټولو خطرناکې سیمې کې اوسېده. له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې له بي بي سي سره کار پیل کړی، چې د کندوز سربېره یې د ورڅېرمه ولایتونو خبرونه هم ورکول.

نوموړی څو ځلې له مرګه ژغورل شوی، خو ده د خپلې سپېڅلې دندې مخته بېولو لپاره له مرګونو لارو هم مخ نه اړاوه او خپل کار ته یې دوام ورکاوه.

د بي بي‌ سي‌ کابل دفتر مشر وحید مسعود وايي "د احمد یما مسکا له صمیمیته ډکه وه. یوه لسیزه یې له کندزه رپوټونه راکړل، له جګړو او وسلوالو نښتو روغ ووت خو یوې ناځوانې ترافیکي پېښې یې ژوند واخیست. الهام هېڅکله نه په غوسه کېده، ډېر باوقاره او ډېر درود سړی و. ژور فکر یې کاوه او د پېښو ریښتینی انځور یې د افغانستان د میلیونونو وګړو تر غوږونو رساوه."

د احمد یما تلویزیوني رپوټونه:

۱. د کندوز تاوتریخوالي خلک بې کوره کړي

۲. د بغلان زندان د ودانۍ څرنگوالى ښه نه دى

هغه تل له خبري پېښو باخبره و. کوم وخت به مې چې زنګ ورته وواهه، لومړی لاس معلومات به یې راکول. زموږ له پرله پسې ټیلیفونونو به نه ستړی کېده، بلکې هر ټیلیفون ته به یې په خندا او خوشحالۍ ځواب ورکاوه.

د انځور حقوق FB
Image caption احمد الهام مدني فعال او ورزشي خبریال هم و

د بي بي سي دغه خبریال د خپلې دندې په چوکاټ کې د راپور د انډول ساتلو په موخه له بېلابېلو دولتي، نا دولتي او ان د حکومت مخالفو له سرچینو خبرونه تاییدول. ښکاره وه چې دغو سرچینو پر ده باور کاوه او د شمال، په تېره بیا د کندوز له پردې شا ته پېښو او مسئلو په اړه یې هغه ته خبر ورکاوه، خو نوموړي به د خپل مسلک د اصولو پربنسټ بې پرې رپوټ جوړاوه.

احمد الهام د ۱۳۵۴ کال د کب پر ۱۳مه کندوز کې دې نړۍ ته سترګې غړولې او همالته لوی شوی. نوموړي د کندوز پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي کې لیسانس لوستی، بیا یې کابل کې د کاتب په نامه پوهنتون د نړیوالو اړیکو ماسټري ترلاسه کړې ده.

د نوموړي د ماسټرۍ تیزس (رساله) "په وروستۍ یوه لسیزه کې د افغانستان او پاکستان د سیاسي اړیکو اغېزناک لاملونه" په نامه وه. د احمد لارښوده ښوونکې زکیه عادلي وايي، هغه یو مؤدب، خوش خلقه او پرکاره محصل و. د عادلي په وینا، احمد د خپلې څېړنې لپاره له افغان او پاکستاني چارواکو او همدارنګه د دواړو هېوادونو له کارپوهانو سره د خبرو او معلوماتو ترلاسه کولو پلان درلود.

د احمد لارښود استاد وايي: "هغه یو ریښتینی شریف انسان و. د کورنۍ په اړه یې د احساس مسؤولیت درلود. د کندوز په جنګي حالت کې هر انسان ته د کورنیو چارو سمبالښت ګران کار دی، چې هم دنده مخته بوځي او هم زده کړې وکړي. د هغه تل خندانه څېره او نېک اخلاق مې نه هېرېږي."

اغلې عادلي وايي، د احمد تیزس نابشپړ پاتې شو.

د بي بي سي کابل دفتر کې د احمد یما لپاره د رسنیو استازو او خواخوږو د دعا لاسونه پورته کړل او د هغه په یاد یې د ګلانو ګېډۍ راوړې وې.

هغه نه یوازې یو زړور، خواریکښ محصل او کورنۍ ته مسؤول سړی و، بلکې د کندوز مدني فعالان یې هم په پښو درولي وو. ده به د کندوز په ډېری مدني فعالیتونو کې ونډله لرله. ان ددغه ولایت په ورزشي پېښو کې به یې هم ګډون کاوه، ځکه چې دی د شمال ورزشي خبریالانو د فدراسیون مشر و. احمد له کریکټ او فوټبال سره هم مینه لرله.

د انځور حقوق .
Image caption احمد لس کاله د جنګ ځپلي کندوز او ورڅېرمه ولایتونو خبرونه ورکول

ورته مطالب