افغانستان دفاع وزارت: کندوز کې د وروستیو عملیاتو موخه د طالبانو لوړپوړي قومندانان وو

Image caption د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي؛ کندوز کې د وروستیو عملیاتو هدف د طالبانو لوړپوړي قومندانان وو.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبه (۵ نومبر) په ورځ د نړیوالو ځواکونو (پرېکنده ملاتړ) ویاند سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، طالب مشرانو پر کندز ښار د بیا برید لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا ضیاالرحمن متقي په کور کې سره ټول شوي وو.

هغه زیاته کړه، دفاع وزارت له اړوندو نورو امنیتي ارګانونو سره د استخباراتي معلوماتو تر دقیقې ارزونې وروسته عملیات پیل کړل.

کندوز کې "۳۰ ولسي وګړي وژل شوي"

کندوز کې دوو ټپي شویو امریکايي پوځيانو ساه ورکړه

افغان پوځ: کندوز کې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي

ښاغلي وزیري وویل؛ د کندز ښار په بوز کندهاري سیمه کې د پنجشنبې ورځې عملیاتو کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا ضیا الرحمن متقي او د دې کمیسیون نور لوړپوړي غړي وژل شوي.

د دفاع وزارت ویاند زیاتوي؛ ملا مصطفی، ملا محمد یار، ملا قاري بلال، قاري جمال او ملا منصور چې د طالبانو په لیکو کې مشران او قومندانان وو او د جګړې مشري یې کوله په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دولتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د کندز په بوز کندهاري سیمه کې د لړم ۱۳مې نیټې په عملیاتو کې لږ ترلږه ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د وزیري په وینا سربېره پر دې ، د ملا ضمیر او د هغه د زوی ملا صلاح الدین په ګډون څلور نور طالب قومندان امنیتي ځواکونو نیولي دي.

"دوی داسې عادي کسان نه وو چې غونډه یې درلوده دا هغه کسان وو چې د کندز د ټولې جګړې مشري یې کوله. دا د هغه پوځي کمیسیون مشران وو، ملا ضیاالرحمن متقي د دغه کمیسیون مشر وو او خپل کور کې یې غونډه جوړه کړې وه."

د نوموړي په وينا طالبانو غوښتل چې د کندز ښار په بوز کندهاري سیمه کې د دولتي ځواکونو پر وړاندې دفاعي لیکه جوړه کړي.

ملکي تلفات

د دولتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د کندز په بوز کندهاري سیمه کې د لړم ۱۳مې نیټې په عملیاتو کې لږ ترلږه ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د افغانستان د ملی دفاع وزارت ویاند وایي؛ کله چې د افغانستان ځانګړو ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړل، نو د طالبانو له ډېر سخت مقاومت سره مخ شول. جګړه کې د ځانګړو ځواکونو درې سرتېري ووژل شول او ۷ نور یې ټپیان شول او د نړیوالو ځواکونو دوه سرتېري هم ووژل شول.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند وايي د امنیتي ځواکونو درنې مرګ ژوبلې له امله دوی اړ شول د افغانستان له هوایي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ځواکونو هوایي مرسته وغواړي چې له امله یې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

ښاغلي وزیري د ملکي تلفاتو پړه پر طالبانو واچوله چې د ده په وینا "که د خلکو په منځ کې ځای و نه نیسي، که خلک ډال نه کړي، پر خپلې کورنۍ رحم وکړي، هېڅکله ملکي تلفات نه رامنځته کېږي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند وايي د امنیتي ځواکونو درنې مرګ ژوبلې له امله دوی اړ شول د افغانستان له هوایي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ځواکونو هوایي مرسته وغواړي چې له امله یې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

"دښمن دومر زبون (خوار) دی چې پر خپل کور رحم نه کوي، پر عامو خلکو هم رحم نه کوي. په خپل کور کې غونډه نیسي چې که دولت ورشي عملیات وکړي او ملکي کسان ووژل شي نو د دولت ملامتي د ځان لپاره لاسته راوړنه بولي."

د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، په وژل شویو ملکي وګړو کې ۷ کسان د ملا متقی د کورنۍ غړي دي.

هغه وویل؛ د افغانستان دولت په ځانګړې توګه ملي دفاع وزارت پر ملکي تلفاتو خواشینی دی او عملیاتو کې نړیوال قوانین پر ځان مني.

د ښاغلي وزیري په وینا، دغه عملیات د افغانستان د امنیتي ځواکونو لخوا پلان شوي وو او بهرنیو ځواکونو ملاتړی رول درلود.

د نړیوالو ځواکونو ویاند، هم د کندز په عملیاتو کې پر ملکي تلفاتو ژوره خواشیني وښوده او د پرېکنده ملاتړ ماموریت د قومندان جنرال جان نېکولسن له خولې یې وويل چې د یوه ملکي کس وژل کېدل هم "غمیزه" ده.

هغه وویل؛ " افغان حکومت کندز کې د طالبانو شتون یو دوامداره ګواښ بولي او زیاتوي موږ ژمن یوو چې له خپل ملګري سره همکارۍ ته دوام ورکړو".

ورته مطالب