جنرال جان نېکلسن: کندوز کې وژل شوي ملکي کسان ښايي د هوايي بریدونو ښکار شوي وي

افغانستان
Image caption د کندوز جګړه کې د امریکايي ځواکونو د افغان حکومتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي بریدونه کړي

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نېکلسن وايي، داسې احتمال شته، چې دوې ورځې مخکې کندوز کې وژل شوي ملکي کسان د هوايي بریدونو ښکار شوي وي.

د تېرې پنجشنې په ورځ افغان چارواکو ویلي و، چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له ۳۰ ډېر ملکي کسان وژل شوي دي.

ویل شوي چې وژل شویو کې له نیمايي ډېر شمېر ماشومان وو.

ښاغلي نیکلسن د دغو ملکي کسانو وژل کېدو له کبله ' ژور خفګان ' څرګند کړی دي او ژمنه یې وکړه، چې د پېښې په اړه به له افغان حکومت سره په ګډه څېړنه وکړي.

د کندوز جګړه کې د امریکايي ځواکونو د افغان حکومتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي بریدونه کړي.

کندوز کې "۳۰ ولسي وګړي وژل شوي"

"کندوز کې د وروستيو عملياتو موخه د طالبانو لوړ پوړي قومندانان وو"

بل لور ته د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې (۵ نومبر) په ورځ د نړیوالو ځواکونو (پرېکنده ملاتړ) ویاند سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، طالب مشرانو پر کندز ښار د بیا برید لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا ضیاالرحمن متقي په کور کې سره ټول شوي وو.

هغه زیاته کړه، دفاع وزارت له اړوندو نورو امنیتي ارګانونو سره د استخباراتي معلوماتو تر دقیقې ارزونې وروسته عملیات پیل کړل.

ښاغلي وزیري وویل؛ د کندز ښار په بوز کندهاري سیمه کې د پنجشنبې ورځې عملیاتو کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا ضیا الرحمن متقي او د دې کمیسیون نور لوړپوړي غړي وژل شوي.

د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه؛ ملا مصطفی، ملا محمد یار، ملا قاري بلال، قاري جمال او ملا منصور چې د طالبانو په لیکو کې مشران او قومندانان وو او د جګړې مشري یې کوله په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

ښاغلي وزیري وسله وال طالبان د ملکي خلکو د وژل کېدو لامل وبلل. د نوموړي په وینا طالبانو له وژل شویو ملکي کسانو د ډال په توګه ګټه اخیستې.

اړونده مطالب