غور کې "شپږ تنه ملکي وګړي تښتول شوي"

د انځور حقوق Ghour
Image caption ولسمشر محمد اشرف غنی پرون غور ته تللی و.

د غور سیمه يیز چارواکي وایي، چې په داعش ډلې پورې اړوند وسله والو کسانو د غور په شمال ختیځ کې د نهرکوه او بند امیر په کلیو کې شپږ تنه ملکي وګړي تښتولي دي.

نږدې دوې اوونۍ مخکې په غور کې د داعش وسله والو ۳۰ تنه ملکي وګړي هغه مهال په ډزو ووژل چې د دوی یو قومندان په نښته کې ووژل شو.

غور کې داعش وسله والو لږ ترلږه ۲۸ کسان وژلي

د غور مېلمنې نرسانې

غور کې پنځه مسافر تښتول شوي

ولسمشر محمد اشرف غنی پرون غور ته تللی و.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته وویل، اته تنه پرون هغه مهال تښتول شوي و ، چې ولسمشر په غور کې له خلکو سره په لیدنه کتنه بوخت و، خو وايي له تښتول شویو کسانو نه دوه تنه یې پرون ژغورل شوي وو.

Image caption په تېرو دوو اونیو کې دا دویم ځل دی چې په غور کې یو شمېر ملکي وګړي تښتول کېږی

ښاغلی خطیبي وایي، تراوسه تښتول شویو کسانو ته زیان نه دی رسېدلی او سیمه ییزی ادارې له دیني عالمانو غوښتي چې د دوی د خوشی کولو لپاره اقدام وکړي.

په تېرو دوو اونیو کې دا دویم ځل دی چې په غور کې یو شمېر ملکي وګړي تښتول کېږی.

سره له دې چې د دې پېښو پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو افغان چارواکي او د سیمې خلک وایي، چې تښتونکي د غور په شمال کې په داعش ډلې پورې تړلی کسان دي.

افغان ولسمشر پرون په غور کې ویلي و، چی دولت غمجن دی او د تښتول شویو او بیا وژل شویو ملکی وګړو غچ به اخلي.