افغانستان کې د کانکور ازموينې نېټه بدله شوې

د انځور حقوق .
Image caption اوس به د مني او ژمي پر ځای د دوولسم ټولګيو زده کوونکي پسرلي او اوړي کې د کانکور ازموینه کې د بریالي کېدو بخت ازمايي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند فيصل امين وايي، ټاکل شوې وروسته له دې به په ټول هېواد کې د کانکور ازموينې د کب پر ۲۵ پيلېږي او د چنګاښ مياشت کې به پای ته رسېږي چې پايلې به يې بيا د زمري په مياشت کې اعلانېږي.

تر دې وړاندې په ټول هېواد کې د کانکور ازموينې د مني په وروستيو مياشتو کې پيل کېدې او د حوت په پای او يا د وري په لومړيو کې به يې پرېکړې اعلانېدې.

افغانستان کې کانکور ازموينه په څو پړاونو او بېلابېلو حوزو کې اخيستل کېږي.

د کانکور ازموینو کې د درغليو مخنيوي لپاره بدلون

ايا يوازې پوهنتوني زده کړې ښۀ راتلونکي باوري کوي؟

د افغانستان ډېرو سيمو کې د زده کړو کال پسرلي کې پيلېږي خو په ګرمو سيمو کې په سنبله کې زده کوونکي ښوونځيو ته ځي.

اوس به د مني او ژمي پر ځای د دوولسم ټولګيو زده کوونکي پسرلي او اوړي کې د کانکور ازموینه کې د بریالي کېدو بخت ازمايي.

د لوړو زده کړو وزارت پرېکړه کړې او د افغانستان کابينې منلې چې د کانکور ازموینې د بهير مهال بدل شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین په یوه خبري غونډه کې وويل:

"د حوت يا کب پر ۲۵ موږ د کانکور ازموينه پيلوو د وري غويي غبرګولي او چنګاښ مياشت به زده کوونکي د کانکور په ازموينه تېروي، له دې سره به زده کوونکي له ليندۍ تر کب مياشتې د دې ازموړينې چمتوالي ته وخت ولري او له هغه وروسته به په کانکور ازموينه کې ګډون کوي. په چنګاښ کې به دا ازموينه خلاصېږي."

د نوموړي په وينا "په زمري مياشت کې په نومرې ټاکل کېږي او پایلې به اعلانېږي او له وږي مياشتې په د مني لومړی سمېسټر پيلېږي."

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption افغانستان کې کانکور ازموينه په څو پړاونو او بېلابېلو حوزو کې اخيستل کېږي.

د دغه وزارت وياند فيصل امين وايي، د کانکور ازموينې د وخت له بدلون سره به د زده کوونکو ښوونيز نصاب په سم ډول تطبيق او بورسونه به په ډېر مناسب وخت کې ووېشل شي.

تر ژمي ها خوا په کانکور ازموینه کې درغلۍ، لکه د اصلي زده کوونکي پر ځای د یو بل چا کیناستل، د زورواکانو لاسوهنې او د موبایل له لارې د پوښتنو د ځوابونو د "کلۍ ایستل"، ځینې نور هغه لاملونه وو چې د دې ازموینې باور يې زیانمن کړی و.

خو د ښاغلي امین په وینا دوی له امریکا داسې سل پايې ماشينونه پېرلي چې د ازموینې هر ګډنوال به بایومیتريک کېږي، د یوه زده کوونکي پوښتنپاڼه به له بل سره توپير ولري چې دا به تر ډېره په دې ازموینه کې د درغلۍ مخه ونيسي.

د دغه وزارت چارواکي همدا راز په دولتي بورسونو کې هم د بشپړ شفافیت ادعا کوي، وايي د ازادې سیالۍ له لارې "ویشل کېږي" او د ځانګړي امتیاز له کبله هغه زده کوونکي چې د کانکور په ازموینه کې تر ټولو لوړې نمرې اخلي نيغ په نیغه د لیسانس په کچه بهرني بورس ته لار مومي.

د بورس ترلاسه کولو لپاره ښځينه د ځانګړي امتیاز له مخې ۵۸ سلنه خو نارينه زده کوونکي باید ۶۵ سلنه نمرې تر لاسه کړي.

دوی وايي سږ کال يې هم د امریکا، بريتانيا او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو هم په بېلا بېلو برخو کې بورسونه تر لاسه کړي چې د ازادې سیالۍ له لارې به زده کوونکو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په برخه کې وویشل شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب