بلخ کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید شوی

Image caption د بلخ امنيه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري په وینا دری کسه په دغه برید کې وژل شوي چې ملکي کسان دي

د افغانستان شمالي ولايت بلخ چارواکي وايي يو موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و د دغه ولايت مرکز مزار شريف کې د جرمني کونسلګرۍ ته نژدې چاودلی دی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري وايي چاودېدونکې توکي په یوه هینو ډوله ګاډی کې ځای پر ځای شوي وو چې ډبرې په کی بار وې.

د نوموړي په وينا د چاودنې له امله د کونسلګرۍ د یوې غاړي دېوال یوه برخه له منځه تللي خو په وینا يې د کونسلګرۍ کارکوونکو ته په کې مرګژوبله نه ده اوښتې.

د ښاغلي قادري په وینا دری کسه په دغه برید کې وژل شوي چې ملکي کسان دي.

بلخوا د مزار شريف د ملکي روغتون چارواکي د وژل شويو شمېر دوه تنه ښيي او وايي په دغه پېښه کې له ۳۰ تنو زيات ټپيان شوي دي.

د انځور حقوق .
Image caption د سيمې د اوسېدونکو په وينا چاودنه ډېره لويه وه او د شاوخوا سيمو ودانيو ښيښې يې ماتې کړې دي

د سيمې د اوسېدونکو په وينا چاودنه ډېره لويه وه او د شاوخوا سيمو ودانيو ښيښې يې ماتې کړې دي.

د بي بي سي خبريال امير بریال وايي، امنيتي کسانو د کونسلګرۍ شاوخوا سيمه کلابنده کړې ده، د ده په وينا اوس هم د کونسلګرۍ د ودانۍ له يوې برخې لوګي پورته کېږي.

ويل کېږي د دغې پېښې ډېری قربیانيان ولسي وګړي دي او د يو شمېر ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.

د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يوه وياند رسنيو ته په لېږلي خبرپاڼه کې د دغه بريد پړه منلې، وايي برید د دوی "ځانمرګو" تر سره کړی دی.

Image caption چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې څو کیلومتره لرې اورېدل شوی او ودانۍ یې زیانمن کړې دي

طالبان وايي دغه بريد يې په کندوز ولايت کې د بمباريو په "غچ" کې تر سره کړی دی.

تر دې وړاندې د روان کال په جنورۍ مياشت کې په مزار شريف کې د هند پر کونسلګرۍ هم بريد شوی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب