بګرام هوايي اډه کې 'ځانمرګی' برید شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption بګرام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له مهمو پوځي اډو ګڼل کېږي

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال بګرام هوايي اډه کې چاودنه شوې چې د ځايي چارواکو په وینا لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د وژل شویو او ټپیانو هویت لا نه دی څرګند شوی.

د پروان د والي ویاند عبدالوحید صدیقي بي بي سي ته وویل، نن ګهیځ بګرام اډې ته د ننوتلو پرمهال له کارګرو په ګټې اخیستو یوه ځانمرګي برید کوونکي د اډې د ننه ځان رسولی او پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې چوولي دي.

ښاغلي صدیقي د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه سم لاسي څه ونه ویل.

پر بګرام برید څلور امریکایان وژلي

بل خوا، په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو هم بګرام هوايي اډه کې چاودنه تایید کړې چې وايي څلور کسان پکې وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، خو د وژل شویو د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن په یوه خبرپاڼه کې ویلي ''په ننني برید کې د ټپیانو کورنیو او ملګرو ته ډاډ ورکوم چې د دوی غوره درملنه روانه ده. ''

نوموړي د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه څه ونه ویل.

بل پلو، د بګرام ولسوال حاجي شکور بي بي سي ته وویل، برید نن ګهیځ د بګرام هوايي اډې د ننه وشو، چې په وینا یې درې کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

یادې سرچینې هم د وژل شویو د هویت په اړه څه ونه ویل.

طالبانو د دغه برید پړه منلې ده. د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند پر خپل ټویټر لیکلي، په برید کې امریکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کابل ښار ته څېرمه پر بګرام هوايي اډې وړاندې هم بریدونه شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب