ولسي جرګې درې نور وزیران استیضاح او یوه وزیره بې واکه کړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ولسي جرګه او وزيران

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ (لړم ۲۴مه) د لوړو زه دکړو وزیره فریده مومند، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري ولسي جرګې ته د استیضاح لپاره وربللي وو، چې یو هم ورته حاضر نه شو.

وکیلانو د لوړو زده کړو د وزیر فریدې مومند په غیاب کې د باور رایې واچولې او هغه یې بې واکه اعلان کړه.

د ښار جوړونې او د عدلیې وزیران دواړه پر خپلو څوکیو پاتې شول.

د افغانستان ولسي جرګې د کابینې درې وزیران بې واکه کړل

"تر ۷۰ سلنې کمې بودیجې لګوونکي وزیران استیضاح کېږي"

په نننۍ غونډه کې د تېرې ورځې د ناستې په څېر، لانجې ډېرې وې چې ۲۰۲ وکیلان پکې حاضر وو. هغه وزیران چې د نه باور ۱۱۸ رایې یې وګټي، بې واکه اعلانېږي.

د وکیلانو ناسته کې د ښار جوړونې وزیر ښاغلي نادري د وکیلانو د باور ۱۳۱ رایې واخیستې او یوازې ۵۹ رایې یې د بې باورۍ په صندوق کې واچول شوې.

د عدليې وزیر ښاغلي انور وکړای شو چې د تایید ۹۵ رایې واخلي، خو د بې واکه کولو رایو شمېر یې ۱۰۱ و، چې دا رایې د هغه د بې واکه کولو لپاره کافي نه وې.

خو اغلې مومند ته د بې واکه کولو ۱۳۱ رایې واچول شوې او ویې نه کړای شو چې د لوړو زده کړو د وزیرې په توګه پاتې شي.

د انځور حقوق .
Image caption له ښۍ خوا کیڼ اړخ ته: ښاغلی نادري او ښاغلی انور پر وزارتونو پاتې او اغلې مومند بې واکه اعلان شوه

د ولسي جرګې په نننۍ علني ناسته کې ډېری وکیلان حاضر نه وو، چې ظاهراً د استیضاح په غونډه کې د وزیرانو ناسوبتیا له قانون جوړوونکې قوې سره د حکومت د مخامخېدو په معنا ګڼل کېږي.

ارګ:‌ د وزیرانو بې واکه کول پر نړیوالو مرستو منفي اغېز کولی شي

ولسي جرګې د پوهنې او ترانسپورت وزیران سلب صلاحیت کړل

ځینې وکیلان د استیضاح د بهیر ځنډولو پلویان وو.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د کابینې ۹ وزیران ولسي جرګه کې استیضاح شول، چې یوازې درې یې پر خپلو څوکیو پاتې او نور بې واکه اعلان شول.

ولسي جرګې ۱۷ وزیران له دې کبله استیضاح ته وربولي، چې د وزارتونو پراختیايي بودیجه یې نه ده لګولې، تر اوسه ایله درې وزیران د استیضاح دغو غونډو ته ورغلي او نور په غیاب کې استیضاح شوي.

Image caption له ښۍ خوا، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ په لومړۍ ورځ د ولسي جرګې استیضاح کې بې واکه شول
Image caption له ښۍ خوا کيڼ اړخ ته: د پوهنې وزیر اسدالله حنیف، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د ترانسپورت وزیر محمد الله بتاش تېره ورځ ولسي جرګې استیضاح کړل

اختلافونه

د لړم/عقرب ۲۲مه) ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزیره نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ استیضاح اوله دندو ګوښه کړل.

ددغو وزیرانو د استیضاح لاملونه له ۷۰ سلنې د کمې بودیجې لګول، د بودیجې په لګښت کې له قانون نه سرغړونه او د پرمختیایي بودیجې د وړاندې اخیستل شویو پیسو بېرته نه ورکول بلل شوي.

دا پرېکړه د ملي یووالي حکومت د مشرانو د اندېښنې لامل شوه او تېره شپه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پارلمان دا ګام "غیرموجه" وباله.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هم ولسي جرګې ته د یوه لیک په استولو غوښتنه کړې چې د ملي یووالي حکومت د وزیرانو د استیضاح بهیر دې وځنډول شي.

دغه مکتوب د پارلمان د غړو غوسه راوپاروله او د نن ورځې په ناسته کې یې ادعا وکړه چې دولت په ښکاره د استازو مجلس خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او د هغوی پرېکړې ته درناوی نه کوي.

ورته مطالب