ولسي جرګې له څلورو وزیرانو یو بې واکه کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسي جرګه ۱۷ وزیران د پراختیايي بودیجې د نه لګولو له امله استیضاح کوي.

د افغانستان ولسي جرګې د سې شنبې په ورځ هم د کرنې او مالدارۍ، مخابراتو او ټیکنالوجۍ، نشیه يي توکو سره د مبارزې او د اوبو او برېښنا وزیران استیضاح کړل.

دغه وزیران ولسي جرګې ته نه لاړل او وکیلانو په غیاب کې دوی ته رایه ور کړه.

په پایله کې د کرنې او مالدارۍ، اوبو او برېښنا او نشه يي توکو سره د مبارزې وزیران په خپلو څوکیو پاتې شول، خو د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزیر بې واکه شو.

* ولسي جرګه وايي ۱۱ وزیران باید استیضاح شي

* هندوانو او سکانو ولسي جرګه کې څوکۍ غوښتې

* لويه څارنوالي: ولسي جرګه د استیضاح حق نه لري

په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې ۲۰۱ استازي وو او د وزیرانو د بې واکه کولو لپاره د نه باور ۱۱۸ رایې پکار وې.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د ۶۲، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي ۱۱۴ او د اوبو او انرژۍ وزیر ۶۰ نه باور رایو په ترلاسه کولو سره په خپلو وزارتونو پاتې شول، خو د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د ۱۴۷ نه باور رایو سره له دندې بې واکه شو.

د انځور حقوق .
Image caption ولسمشرۍ ماڼۍ له بې واکه شویو وزیرانو غوښتي چې د سترې محکمې تر پرېکړې کار ته دوام ور کړي.

د افغان حکومت د کابینې د ۱۷ وزیرانو د استیضاح بهیر روانه اونۍ پیل شوی او تراوسه یې ۹ وزیران استیضاح شوي دي.

په تېرو ورځو کې د بهرنیو چارو، ټولګټو، کار، ټولنیزو چارو، لوړو زدکړو، پوهنې او ټرانسپورټ وزیران بې واکه کړل شول، خو د مالیې، ښار جوړونې او عدلیې وزیران په خپلو ځایونو پاتې شول.

ولسمشرۍ ماڼۍ د وزیرانو د استیضاح کولو دلیلونه د "نه منلو" بولي او د دې بهیر ځنېډېدل غواړي، خو ولسي جرګه د ارګ د دې غوښتنې له امله غوسه شوې او دا بهیر روان ساتل غواړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د استیضاح مسله د تفسیر لپاره سترې محکمې ته وسپارله او له وزیرانو یې وغوښتل چې د دې محکمې تر ځواب پورې خپل کار جاري وساتي.

ولسي جرګه دغه ۱۷ وزیران د پراختیايي بودیجې د نه لګولو له امله اتسیضاح کوي، خو تراوسه یواځې ۳ وزیران جرګې ته ورغلي او پاتې په غیابي ډول استیضاح شوي دي.

ورته مطالب