د فراه تښتول شوی ماشوم ژغورل شوی او تښتوونکي یې نیول شوي

د نوید احمد پلار
Image caption د ماشوم پلار وايي تښتوونکو ترې سل زره ډالره غوښتي و

هغه ماشومام چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د فراه په ولایت کې د سړي تښتوونکو له خوا تښتول شوی ؤ، نن د امنیتي ځواکونو له خوا راخوشې شو.

د سړي تښتوونکو ډلې د ماشوم له کورنۍ د هغه د خلاصون په بدل کې د لسګونو زره ډالرو غوښتنه کوله.

د فراه سیمه ییزو چارواکو په وینا ماشوم اوس روغ دی او د سړي تښتونکو ډلې څو تنه یې نیولي هم دي.

د سړي تښتوونکو له خوا د تښتول شوي ماشوم نوید احمد ویډیو چې د هغه کورنۍ ته یې لېږلې وه، په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول.

د افغانستان څارګرې ادارې خوست کې انسان تښتوونکې ډله نیولې

د سړي تښتوونکو د دغه جرم د غندنې تر څنګ پر امنیتي ارګانونو هم نیوکې کېدې چې د ماشوم په راخوشې کولو کې پاتې راغلي دي.

خو د فراه والي آصف ننګ بي بي سي ته وویل تښتول شوی ماشوم د ملي امنیت کارکوونکو له خوا نن مازدیګر د سړي تښتوونکو له منګولو له خوشې کړ.

Image caption دغه ماشوم یوه میاشت وړاندې تېښتول شوی و

ښاغلی ننګ وايي "موږ له څو ورځو راهیسې ډېر دقیق کشفي کار وکړ چې ماشوم ته هم زیان ونه رسیږي او دغه شبکه هم په لاس راشي. الحمدالله اوس دواړه کارونه وشول، ماشوم روغ رمټ لاس ته راغی او د مجرمې شبکې مشران هم زموږ په لاس کې دي. "

سړي تښتوونکو د نوید احمد له کورنۍ د لسګونو زره امریکايي ډالرو غوښتنه کوله. خو که له یوې خوا د نوید احمد کورنۍ د دومره پیسو د ورکړې توان نه درلود، بله خوا یې پلار عبدالجلیل وايي نه یې غوښتل د سړي تښتوونکو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، ځکه د ده په وینا کېدی شي له دې سره فراه کې د ماشوم تښتول دود شي.

طالبان- زابل کې د ۳۰ سړو تښتول -زموږ کار نه دی-

افغانستان د انساني قاچاق د مخنيوي لارې چارې لټوي

Image caption د نوید احمد د تښتولو په پېښه کې څلور تنه ښکېل کسان نیول شوي

د افغانستان ملي امنیت ادارې له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د نوید احمد د تښتولو په پېښه کې څلور تنه ښکېل کسان یې نیولي او ماشوم یې روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سړي تښتولو پېښې ډېرې شوي چې د دغو ښارونو وګړي يې اندېښمن کړي.

اړونده مطالب