د بي بي سي پښتو تلويزيون د اقتصاد اوونيزه خپرونه پيلوي

د بي بي سي پښتو تلويزيون، نړۍ دا وخت، خپرونه کې د نومبر له ٢٠ مې نېټې څخه د "اقتصاد له نړۍ" اوونيزه خپرونه پيلېږي چې ورسره به د نړۍ او سيمې د اقتصاد خبرونه په کې مهم ځاى ولري.

د بي بي سي پښتو تلويزيون په دې نوې ١٠ دقيقه ييزې برخې کې به د اقتصاد او کاروبار له ډگره هغو مسايلو باندې غور کېږي چې زموږ له ليدونکيو سره تړاو لري.

نړۍ دا وخت ټلويزيوني خپرونه

د لوبو اوونيزه خپرونه

فکرلارې

د بي بي سي پښتو تلويزيون مسوول، ايمل پسرلى وايي:

"زموږ نړيوالو ليدونکيو په ځانگړې توگه افغانستان او پاکستان کې د اقتصاد له خبرونو سره لېوالتيا ښوولې ده. "د اقتصاد له نړۍ" به زموږ ليدونکو ته پر هغو اقتصادي مسايلو چې دوى ورسره هره ورځ مخامخ دي، رپوټونه، خبرونه، مرکې او شنننې ولري."

د اقتصاد نړۍ د بي بي سي پښتو تلويزيون نړۍ دا وخت خپرونې د يکشنبې د ورځو يوه برخه ده.

په دې خپرونه کې د پنجشنبې په ورځو ستاسو غږ او د جمعې په ورځ د لوبې اوونيزې ځانگړې برخې خپرېږي.

د اقتصاد له نړۍ به هره ورځ له لندنه د کابل پر وخت د ماښام په شپږ بجې د شمشاد پر تلويزون او په پاکستان کې به د ماښام په شپږ بجې او ٣٠ دقيقې د مشرق د تلويزيون له لارې خپرېږي.

د شمشاد تلويزيون د نړۍ دا وخت خپرونه ماخوستن ١١ بجې او ٣٠ دقيقې تکرار هم خپروي.

د بي بي سي پښتو تلويزيون نړۍ دا وخت خپرونه له ٢٠١٤ کال څخه پيل شوې چې د روان ميلادي کال په پيل کې نيم ساعت ته وغځول شوه.

د بي بي سي پښتو تلويزيون د فکر لارې په نامه د ځوانانو مياشتني بحثونه هم لري.

د بي بي سي پښتو تلويزيون نړۍ دا وخت د بي بي سي پښتو يوټيوب کانال او د بي بي سي پښتو وېبپاڼې له لارې هم خپرېږي.

د بي بي سي پښتو مطالب په افغانستان، پاکستان او نوره نړۍ کې هره اوونۍ ٦.٧ ميليونو کسانو ته رسېږي.

د بي بي سي نړيوال سروېس چې د بي بي سي افغان څانگه يې برخه ده، په افغانستان کې پر پښتو، دري ، فارسي، ازبيکي او انگريزي ژبو موندل کېداى شي.