جهاني: موازي ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فلج کړی دی

جهاني د انځور حقوق Facebook Jahani
Image caption جهاني وايي ولسمشر په خپله بد سړی نه دی؛ خو هغه ته ټولې فرعي او اصلي ورغلې لارې د هغه د ارګ کارکوونکو، د خپلو شخصي غرضونو لپاره، بندې کړي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني چې له خپلې دندې یې استعفا کړې وايي؛ "په ارګ کې دننه، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سره موازي ادارې جوړې دي چې د وزارت ورځني کارونه یې نه یوازي څو چنده ګران کړي بلکه وزارت یې عملاً فلج کړی او بې صلاحیته کړی دی."

د ښاغلي جهاني د استعفا خبر لس ورځې وړاندې خپور شو او په لومړي سر کې یې لامل "روغتیايي معاذیر "ښودل شوي ول. خو تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي جهاني استعفا نه ده منلې.

څو روځو وروسته له هغه، ښاغلي جهاني پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه نسبتاً اوږد متن کې د "ولې استعفا " تر عنوان لاندې د خپلې استعفا لا ډېر لاملونه په ګوته کړي.

هغه لیکلي، خپل وزارت کې یې د نورو کسانو د انتصاب وړاندیزونه نه دي منل شوي. ښاغلي جهاني زیاته کړې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې نه کار شوی او نه هم کېدونکی دی، ځکه "اصلي او یوازینی علت یې دا و چې زما لاسونه په مطلق ډول تړلي ول او د اجرآتو، او د تغییر او تبدیل په برخه کي تقریباً ټول صلاحیتونه یا ارګ او یا د اداري اصلاحاتو فاسدې ادارې را څخه سلب کړي وو ".

ارګ تر اوسه د ښاغلي جهاني د څرګندونو په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو ولسمشر محمد اشرف غني ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې ښاغلی جهاني "یو له تر ټولو لږو اغېزمنو وزیرانو دی چې په دغو میاشتو کې یې د فرهنګ وزارت د وضعیت د ښه کېدو لپاره کومه طرحه نه ده وړاندې کړې."

همدې سرچینې دا هم ویلي چې "ارګ کې ټولې پرېکړې د ټولو مشرانو د مشارکت پر بنسټ کېږي".

د انځور حقوق Facebook Jahani
Image caption د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر لیکلي د خپل وزارت په موده کې یوازې څلور ځلې په دې بریالی شوی چې له ولسمشر سره د نیم ساعت لپاره وګوري.

خو ښاغلی جهاني بیا خپل وزارت کې د نه پرمختګ لامل، د صلاحیت نه درلودل بولي او لیکي "زما لپاره په وزارت کي د کار د پرمخ بېولو لپاره د یوه کاري ټیم د جوړولو اړتیا وه، خو د معینانو، کلتوري آتشو او رییسانو د ټاکلو یا تبدیلولو په برخه کي مې اکثره پېشنهادونه ونه منل شول. "

ښاغلي جهاني د هغه شونې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې تر دې وړاندې خپل غږ پورته نه کړ لیکي، یوازینی علت یې دا دی چې یو وزیر د حکومت پر اجرآتو باندې یوازې هغه وخت د انتقاد کولو حق لري چې له حکومته دباندې وي.

مستعفي وزیر ښاغلي جهاني لیکلي که ولسمشر "په هفته کې، لږ تر لږه، یو ځل وخت ونه لري او ټول ملاقاتونه یې د مغرضو غوړه مالانو په لاس کې وي نو له وزیرانو څخه د کارونو او فعالیتونو تمه نه شي کېدلای. "

ښاغلي جهاني لیکلي "ولسمشر په خپله بد سړی نه دی؛ خو هغه ته ټولې فرعي او اصلي ورغلې لارې د هغه د ارګ کارکوونکو، د خپلو شخصي غرضونو لپاره، بندې کړي دي. "

د انځور حقوق Facebook Jahani
Image caption ښاغلي جهاني زیاته کړې تر هغه چې دی معلومات لري، ډېر نور وزیران هم د ده ستونزه تجربه کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر لیکلي د خپل وزارت په موده کې یوازې څلور ځلې په دې بریالی شوی چې له ولسمشر سره د نیم ساعت لپاره وګوري.

ښاغلي جهاني ویلي په داسې حال کې چې دی د ولسمشر د لیدو لپاره په میاشتو منتظر پاتې کېده، داسې نور وزیران شته چې ولسشمر ته ډېر لاسرسی لري او په اونۍ کې دوه درې ځلې ولسمشر وویني.

ښاغلي جهاني زیاته کړې تر هغه چې دی معلومات لري، ډېر نور وزیران هم د ده ستونزه تجربه کوي.

له ۲۰۱۴ کال وروسته د هغه سیاسي جوړښت پر بنسټ چې اجرايیه ریاست په کې رامنځته شو، وزیران د اونۍ یو ځل له اجراییه مشر عبدالله عبدالله سره او میاشت کې یو ځل له ولسمشر غني سره ګوري.

عبدالباري جهاني شاعر، لیکوال، تاریخ لیکونکی او د افغانستان د ملي سرود لیکونکی دی. د تېر کال په پیل کې د ولسمشر غني د ډلې له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په توګه وټاکل شو او له ولسي جرګې یې د اعتماد رایه ترلاسه کړه.

اړونده مطالب