افغان لويې لارې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان لويې لارې

د ترافيکي پېښو د ثبت افغان اداره وايي په تېرو اوو کلونو کې د ترافيکي پېښو شمېر څلور برابره ډېر شوی دی.

د ټکرونو دلايل بېلا بېل دي. یو يې د سړکونو بيا خرابېدل یادېږي. ويل کېږي د دغو لارو په بيا جوړولو به اته ميليارده ډالره لگښت راځي.

د طالبانو له نسکورېدو وروسته لومړنۍ رغول شوې لويه لار د کابل - کندهار وه. خو اوس نژدې کنډواله ده. ډېر ټکرونه پرې کېږي.

زموږ همکار مامون درانى يې ليدو ته ورغلى دى.

اړونده مطالب