کابل کې يو جنرال د بډو اخيستو په جرم په دوه نيم کاله بند محکوم شوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محکمې د قضيې څارنوال، د تورن مدافع وکيلانو، پخپله تورن او د پېښې عيني شاهدانو ته د خبرو کولو لپاره کافي وخت ورکړ.

د اداري فساد د درنو جرمونو د مخنيوي عدلي او قضايي مرکز نن (شنبې) په یوه علني محکمه کې د بډو اخيستلو په تور یو نظامي څارنوال په دوه کاله او شپږو میاشتو بند محکوم کړ.

د دغه مرکز چارواکي وايي، سمون يې له ځانه پیل کړی او په دې لار کې د هېچا لحاظ نه کوي.

د درنو جرمونو د مخنيوي د عدلي او قضايي مرکز یوه قاضي شیراقا منيب د تورن په حق کې د لومړنۍ محکمې پرېکړه اعلان کړه.

اشرف غني: د فراهي ماشوم تښتوونکي به علني محاکمه شي

تورن کس یو نظامي څارنوال و، چې د جنرالۍ رتبه یې لرله.

دی په دې تورن دی چې د یوه بل تورن له ملاتړي يې پر هغه د لګېدلي تور د لرې کولو لپاره له هغه پنځوس زره افغانۍ اخيستې دي.

د بډو د پیسو اخیستو وېډیو

محکمې د قضيې څارنوال، د تورن مدافع وکيلانو، پخپله تورن او د پېښې عيني شاهدانو ته د خبرو کولو لپاره کافي وخت ورکړ.

هغه وېډيو هم ناستو کسانو وښوده کړه چې تورن کس پکې نیول کیږي او دی هڅه کوي چې په بډو کې اخيستل شوې پېسې له جېبه بهر او په باغچه کې وشيندي.

زیاترو نیوکه کوله چې دغه بنسټ باید د پخپلو لومړيو غونډو کې د د ميليونونو ډالرو د غلا او اختلاس لويې قضيې څېړلې وای.

د دغه مرکز یوه څارنوال نورمحمد وویل، ځينې داسې لويې قضيې هم اوس تر پلټنې لاندې دي چې پرې تورن کسان لوړې رتبې لري خو دې محکمې د دې له کبله د یوه څارنوال په محاکمه کولو خپل کار پېل کړ، چې وښيي دوی په ريښتیا هم غواړي سمون له ځانه پېل کړي.

په کابل کې د فساد پر ضد لومړنۍ محاکمه پيل شوه

د محکمې په دې جلسه کې د ملګرو ملتونو سازمان استازو، د مدني ټولنې غړو، کورنيو او بهرنیو خبریالانو ګډون کړی و.

د روڼتیا څار یا دیده بان شفافیت بنسټ یوه غړي ناصر تيموري وویل، که چېرې دغه بنسټ پخپلو کارونو کې د چا فشار او د هغه دغه لاسوهنې ونه مني او په پوره جديت کار وکړي نو د افغانستان پر عدلي او قضايي بنسټونو د خلکو بایللی باور به بېرته تر لاسه کړای شي.

اوسمهال ځینې خلک د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو پر انصاف او ريښتينولۍ باور نه لري او په ځينو حالاتو کې حتی خلک د خپلو قضيو د حل لپاره طالبانو ته پناه وړي.

د درنو جرمونو د مخنيوي عدلي او قضايي مرکز کابو څلورمیاشتې پخوا په افغانستان کې پرانيستل شوی.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشيد رسولي وویل، دمګړۍ دغه مرکز د اداري فساد د درنو جرمونو د ۵۰ قضيو پر څېړلو بوخت دی.

د ملي یو والي حکومت مشرانو د دغه مرکز په پرانستغونډه کې د فساد او د دغه مرکز په چارو کې د هر راز سياسي لاسوهنې په مخنيوي ټينګار کړی و.

د افغانستان ولسمشر ویلي وو، د دغه مرکز د جوړېدو موخه تورونو او د درنو جرمونو څېړل، د باور پېدا کول او د مفسده کسانو محکمه کول دي.

يو افغان چارواکی د بډو په تور محاکمه شو

په دې وروستيو کې د روڼتیا نړيول سازمان له خوا په خپاره شوي رپوټ کې افغانستان په دولتي چارو کې د نړۍ په کچه په فساد کې دريم هېواد بلل شوی.

ورته مطالب