ولسمشر غني د ټاکنیزو کمېسونونو کمېشنران اعلان کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د قانون پربنسټ، د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د وروستي نوملړ معرفي کول د ولسمشر واک دی، خو له اجرائیه مشر، سترې محکمې، لویې څارنوالۍ او د افغانستان د اساسي قانون د څار خپلواک کمیسیون په سلامشورې یې دا کار کړی دی.

د افغانستان ولسمشر له سیاسي مشرانو او مدني بنسټونو سره له لسو ورځو سلا مشورو وروسته د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د ټاکنو کمېسون ۷ او د ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي کمېسون ته ۵ کمېشنران اعلان کړل.

د تېرې پنجشبې په ورځ د غوراوي کمېټې ۲۱ کسان د ټاکنو خپلواک کمېسون او ‍۱۵ نور د ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي کمېسون لپاره غوره کړي و، ولسمشر اشرف غني ته ور وپېژندل.

د ټاکنو په نوي قانون کې ټاکنیزه درغلي جرم ګڼل شوی

د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیتوب کاندیدانو نوملړ ولسمشر ته سپارل شوی

ولسمشر غني دا هم وویل، چې د مدني ټولنو او مختلفو اړخو سره په دې برخه کې خبرې شوې د هغوی ګټورې نظریې یې په پام کې نیولې:" د کمېشنرانو په غوره کولو کې یې پر وړتیا، بې پرېتوب سربېره په دې برخه کې یې ژبني، قومي سمتي او نور اړخونه په پآم کې نیولي دي".

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې، په دغو کمیسیونونو کې د غړیتوب شرایط دا دي چې لږ ترلږه په ټولنیزو علومو کې د لیسانس سند ولري، په دولتي یا غیردولتي بنسټونو کې یې ۱۰ کاله دنده ترسره کړې وي او لږ ترلږه ۳۵ کاله عمر ولري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د دغو کمیسیونونو د غړو نومونه په لاندې توګه خپاره کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي

نوم د پلار نوم ولایت او قوم عمر د دندې موده
۱./ نجیب الله احمدزی حاجي عمر خان پکتیا/پښتون ۴۰ ۵ کلونه
۲./ عبدالقادر قریشي عبدالواسع بلخ/ازبک ۳۹ ۵ کلونه
۳./ ملیحه حسن غلام حسن کابل/هزاره ۴۴ ۵ کلونه
۴./ وسیمه بادغیسي عبدالغفور بادغیس/تاجک ۳۶ ۵ کلونه
۵./ معاذالله دولتي فتح محمد غور/ایماق ۴۱ ۳ کلونه
۶./ رفیع الله بیدار بنارس خان پشه يي/ننګرهار ۶۱ ۳ کلونه
۷./ گلا جان عبدالبدیع صیاد محمد یوسف کابل/پښتون ۴۳ ۳ کلونه

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړي

نوم د پلار نوم ولایت او قوم عمر د دندې موده
۱. غلام دستگیر هدایت محمد علم خان میدان وردګ/پښتون ۵۳ ۵ کلونه
۲. عبدالبصیر فایز غلام سرور بدخشان/تاجک ۴۴ ۵ کلونه
۳. علي رضا روحاني عبدالرزاق غزني/هزاره ۴۷ ۵ کلونه
۴. حمیرا حقمل نصرالله خان کابل/پښتون ۴۹ ۳ کلونه
۵.عبدالعزیز اریایي سلطان محمد بدخشان/ازبک ۳۸ ۳ کلونه

د ټاکنیزو کمیسیونونو د لوړې مراسمو ته، چې په ارګ کې ترسره شول، ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او د پارلمان ځینې غړي او سیاسي مشران هم ورغلي وو.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د قانون پربنسټ، د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د وروستي نوملړ معرفي کول د ولسمشر واک دی، خو له اجرائیه مشر، سترې محکمې، لویې څارنوالۍ او د افغانستان د اساسي قانون د څار خپلواک کمیسیون په سلامشورې یې دا کار کړی دی.

ښاغلي غني وویل، د ټاکنیز کمیسیونونو له ټولو نویو غړو سره د اجرائیه مشر په حضور کې مرکې شوې دي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو اصلي دنده په ټاکنیز سیستم کې د خلکو د باور ډېرول او کمیسیونونو کې د رڼښت رامنځ ته کول دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په غونډه کې پر نویو ګمارل شویو کمیشنرانو غږ وکړ، چې بهرنیو لاسوهنو ته وخت ور نه کړي او د قانون په رڼا کې په خپلواک ډول ټاکنیزې چارې پر مخ بوځي.

ولسمشر همدا راز وویل چې د ټاکنو د نوي قانون پر بنسټ درغلي جرم دی، چې پر اړه یې عدلي او قضايي بنسټونو ته پوخ سپارښت شوی دي.

داسې برېښېده چې ښايي په دې برخه کې هم د اجرایه ریاست او ولسمشر د توپیرونو ناندرې پورته شي، خو اجرایه ریس عبدالله عبدالله وویل چې له ولسمشر غني سره د سلا مشورو په پایله کې په ګډه سره دې پایلې ته ورسېدل:

''زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم، چې د غوراوي د کومیټې کار او د نویو کمشنرانو غوراوی، زموږ د ګډ کار او سلا مشورو یوه ښه بیلګه ده، هغسې لکه خدای تعالی چې فرمایلي په مشورې سره کارونه تر سره کړئ! زه او ولسمشر هوډ لرو چې د اساسي قانون په اډانه کې او د ملي یووالي د حکومت له ژمنو سره سم ګډ کار وکړو.''

ددغه بهیر په پیل کې ولسمشر د ټاکنیزو کمیسونونو د کمشنرانو د غوراوي کومیټه جوړه کړه، چې په څو پړاوونو کې یې د ۷۰۰ کسانو سندونه او وړتیاوې و ارزولې، چې په پای کې د ټاکنو کمیسون ته ۷ تنه او د شکایتونو اوریدو کمیوسیون ته ۵ تنه کمشنران غوره شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټاکنیزو بنسټونو اصلاح او د هغوی به مدیریت کې بدلون د ملي یووالي حکومت د مشرانو له دوه کاله وړاندې ژمنو و

ولسمشر غني له نویو ټاکنیزو کمیشنرانو وغوښتل، چې رسنیو ته ریښتینې او شفافې شمېرې او معلومات ورکړي. ده هیله وښوده چې راتلونکې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې باید په ډېره شفافه فضا کې ترسره شي.

اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم وویل، ټاکنیز سمونونه او د نویو ټاکنیزو کمیسیونونو رامنځ ته کول د ملي یووالي د حکومت د هوکړې له اصلي مادو څخه وو، چې په وینا یې د ملي یووالي حکومت مشرانو یوه ژمنه عملي شوه.

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو تر کړکېچ وروسته، د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاح د نړیوالو یوه لویه غوښتنه هم وګرځېده، چې په څرګنده یې حکومت د پوره کولو لپاره مټې نغښتې دي.

ورته مطالب